کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان کرکټ بورډ فېسبوک کې سپانسران لټوي
افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ فېسبوک کې سپانسران لټوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ فبروري ٢٠٢٠): له کله راهيسې چې الکوزي شرکت له افغانستان کرکټ بورډ سره خپل عمومي سپانسر تړون لغوه کړى دى، له هغه وروسته افغانستان کرکټ بورډ عمومي سپانسر پېدا نه کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې د لوبو سره سم افغانستان کرکټ بورډ په دې وتوانېږي، چې د يادې لوبلړۍ لپاره سپانسر پېدا کړي، خو لا هم په دې نه دي توانېدلي چې عمومي سپانسر پېدا کړي، ځکه چې د ملي لوبډلې پرته هره لوبډله چې لوبو ته ځي، سپانسر نه لري.

د جنورۍ او فبرورۍ په مياشت کې د اى سي سي ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ترسره شو، چې افغان لوبډلې په دغه سياليو کې سپانسر نه درلود، همدا راز ايمرجينګ لوبډله، اې لوبډله او نورې لوبډلې هم سپانسر نه لري.

اوس د افغانستان کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې د سپانسر لپاره اعلانونه خپروي، چې ښايي دا يې مناسبه لار نه وي، ځکه په نړۍ کې به هېڅ کرکټ بورډ پېدا نه کړئ، چې د سپانسر لپاره دې يې په فېسبوکونو کې پوسټونه کړي وي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په ځاى د دې چې د ملي لوبډلې لپاره عمومي سپانسر پېدا کړي، په فېسبوک کې پوسټونه کوي او له خلکو نه غواړي چې د ملي سپانسر لپاره دې له کرکټ بورډ سره اړيکې ونيسي.

نه يوازې د ملي لوبډلې د سپانسر لپاره، بلکې د افغانستان غوره ليګ لپاره هم افغانستان کرکټ بورډ په فېسبوک پاڼه کې پوسټونه کړي دي او له خلکو نه يې غوښتنه کړې ده، چې له هغوى سره دې اړيکې ونيسي.

د افغانستان کرکټ په وروستۍ کلنۍ ناستې کې هم دا يادونه شوې وه، چې د کرکټ بورډ مشران دې له الکوزي شرکت سره اړيکې ونيسي او يو ځل بيا دې هغوى دې ته تيار کړي، چې د کرکټ بورډ او ملي لوبډلې عمومي سپانسر په غاړه واخلي.

خو په ځاى د دې چې د کرکټ بورډ مشران د عمومي سپانسر لپاره منډې ووهي، په فېسبوکپاڼه کې پوسټونه کوي، تر څو د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …