کورپاڼه / خپلواک / د اسیا ۱۱ کسیزه لوبډله کې راشد خان او مجیب الرحمان هم شامل شوي

د اسیا ۱۱ کسیزه لوبډله کې راشد خان او مجیب الرحمان هم شامل شوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ فبروري ۲۰۲۰): د بنګله دېش کرکټ بورډ تازه د اسیايي ۱۱ کسیزې لوبډلې لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې دوه افغان لوبغاړي پکې شامل دي.

دغه شل اوريزې سیالۍ چې د شېخ مجیب الرحمان د سلمې زیږ کلیزې په ویاړ په بنګله دېش کې د اسیايي ۱۱ کسیزې او نړیوالې ۱۱ کسیزې لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د دغه سیالیو لپاره د اسیايي ۱۱ کسیزه لوبډله کې کوم پاکستانی لوبغاړی نه دی اخیستل شوی. په دې لوبډله کې د بنګله دېش، هند، سریلانکا او افغانستان لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان په لوبغاړو کې ورو توپ اچونکو راشد خان او مجیب الرحمان په دغه لوبډله کې ځای پېدا کړی، خو د نړي مخکښ الراونډر محمد نبي بیا پکې نه دی اخیستل شوی.

په دغه پنځلس کسیزه نوملړ کې کی ایل راهول، شیکر داون، تمیم اقبال، ویراټ کوهلي، لیتون داس، ریشب پانټ، مشفیق الرحیم، تیسارا پریرا، راشد خان، مستفیظ الرحمان، سنديپ لامیچین، لاسیت ملینګا، محمد شامي، کلديپ یادو او مجیب الرحمان شامل دي.

شېخ مجیب الرحمان د بنګله دېش د ازادۍ اتل دی، چې له پاکستانه يې خپلواکي ترلاسه کړې وه.

سږ کال د نوموړي د زېږېدو سلمه کلیزه ده او بنګله دېش غواړي چې په هره کچه يې په ډېرو شاندارو مراسمو ولمانځي.

په اسیايي ۱۱ کسیزه لوبډله کې د پاکستاني لوبغاړو د نه اخیستو پرېکړه ډېر مخکې د بنګله دېش کرکټ بورډ او د هند کرکټ بورډ مسوولینو ترمنځ شوې وه.

په دغه پرېکړه پاکستان سخت غبرګون هم ښکاره کړ، خو هند او بنګله دېش ورته وویل، چې په هېڅ حالت کې هم دوی پاکستاني لوبغاړي په لوبډله کې نه شي شاملولی

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …