کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان سوپر ليګ کې بال ټيمپرنګ شوى
سرفراز احمد

د پاکستان سوپر ليګ کې بال ټيمپرنګ شوى

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ يا پي ايس ايل پنځم پړاو د پېښور زلمو او کوټې ګليډيټرز په لوبه کې بال ټيمپرنګ يا د توپ توږلو پېښه شوې ده، خو د پاکستان کرکټ بورډ يې په اړه کوم اقدام نه دى اخيستى.

د پاکستان کرکټ بورډ دا خبره منلې ده، چې په لوبه کې بال ټيمپرنګ يا توپ توږلو پېښه شوې ده، خو په اړه يې چا ريفري ته رسمي شکايت نه دى کړى، نو ځکه دوى يې په اړه کوم اقدام هم نه دى کړى.

د پېښور زلمو او کوټې ګليډيټرز ترمنځ د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه لوبه ترسره شوه، چې د لوبې په پاى کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد تور پورې کړ، چې په لوبه کې ټال ټيمپرنګ يا توپ توږل شوى دى.

خو د پاکستان کرکټ بورډ د سرفراز احمد دغه تور رد کړى دى او ويلي يې دي، چې په لوبه کې د لوبې ريفري ته هېڅ رسمي شکايت نه دى شوى. هغوى وايي، چې د ٣.٢ او ٣.٢.٢ مادې پر اساس، د لوبې له پاى ته رسېدو وروسته په ٤٨ ساعتونو کې بايد د لوبې منېجر رسمي شکايت وکړي.

خو بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر وسيم خان وايي، چې موږ د بال ټيمپرنګ په اړه ټول معلومات ترلاسه کړي دي، خو نه د دغه پېښې په اړه چا رسمي شکايت کړى دى او نه هم موږ ته چا دقيق سندونه وړاندې کړي دي.

هغه همدا راز لوبغاړو ته ويلي دي، چې لوبې دې په پوره صداقت سره ترسره کړي او همدا راز له تورونو دې ډډې وکړي، ځکه چې دا د پي ايس ايل د بدنامۍ باعث کېږي.

د يادولو ده چې د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره کېږي او د دغه سياليو پيل د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …