کورپاڼه / خپلواک / پاکستان ته په سفر د سريلانکا کرکټ بورډ ته اخطار
سريلانکا کرکټ لوبډله

پاکستان ته په سفر د سريلانکا کرکټ بورډ ته اخطار

خپلواک وېبپاڼه (١١ سپتمبر ٢٠١٩): د سريلانکا کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې خپله لوبډله پاکستان ته ولېږي، خو د لوبډلې د اعلان سره سم د سريلانکا کرکټ بورډ ته اخطار ورکړل شوى دى، چې له دې اخطار سره سم د سريلانکا کرکټ بورډ له خپل حکومت غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د امنيت جايزه يو ځل بيا واخلي.

د سريلانکا کرکټ بورډ د وياند په وينا، چې د سريلانکا کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې له لېږلو څخه مخکې يو ځل بيا پرېکړه کړې ده چې په پاکستان کې د امنيت جايزه واخلي او د دې لپاره يې د خپل حکومت نه غوښتنه کړې ده.

ويل کېږي چې د سريلانکا کرکټ بورډ ته به يو ځل بيا د پاکستان د امنيت په تړاو معلومات ورکول کېږي.

کله چې د سريلانکا کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې لېږلو پرېکړه وکړه، نو تازه ورته د سريلانکا د لومړي وزير له دفتره اخطار ورکړل شوى دى، چې په پاکستان کې د امنيت ستونزې شته او د لوبډلې له لېږلو مخکې دې يو ځل بيا پرې فکر وشي.

د سريلانکا کرکټ بورډ وياند رسنيو ته ويلي دي، چې د لوبډلې له لېږلو څخه مخکې به يو ځل بيا د پاکستان د امنيت جايزه واخيستل شي او له هغه وروسته به پرېکړه وشي.

بل لوري ته پاکستان بيا د سريلانکا کرکټ بورډ سره د امنيت په تړاو ژمنه کړې ده، چې د سريلانکايي لوبغاړو بشپړ امنيت به نيولى کېږي او په دې تړاو يې له خپلو ټولو امنيتي ادارو سره خبرې کړې دي.

د يادولو ده چې د سريلانکا مشهورو لوبغاړو پاکستان ته له تګ انکار کړى دى، چې پکې د سريلانکا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ديموت کرونارتنى، لاسيت ملينګا او نور ټول لس لوبغاړي دي چې نه غواړي پاکستان ته لاړ شي. له همدې امله سريلانکا پاکستان ته د ټولو نوو ځوانانو څخه لوبډله جوړه کړې ده او اوس به د سريلانکا دا نوي لوبغاړي د پاکستان ملي لوبډلې سره لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …