کورپاڼه / خپلواک / د ښځو نړيوال جام: انګلستان په اسانۍ سره تايلېنډ مات کړ
انګلستان ښځينه لوبډله

د ښځو نړيوال جام: انګلستان په اسانۍ سره تايلېنډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ فبروري ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې نن د انګلستان او تايلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې انګلستان پکې په ډېرې اسانۍ سره بريا خپله او د ٩٨ منډو په توپير يې د تايلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اى سي سي ښځينه نړيوال شل اوريز جام په ٧مه لوبه کې د انګلستان او تايلېنډ ښځينه لوبډلې په کانبرا کې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه تايلېنډ وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د انګلستان ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشره هيدر نايټ ډېره ښه وځلېدله او ١٠٨ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، هغې ٤ شپږيزې او ١٣ څلوريزې ووهلې او دا منډې يې په ٦٦ توپونو ترلاسه کړې.

همدا راز نتالي سکاوير هم ٥٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، خو د انګلستان ښځينه لوبډلې دواړه د پيل توپوهونکې په صفر سوځېدلې وې.

د تايلېنډ له لوري نتايا بوچاتم او سوريا لاتي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٧٧ منډو د هدف په تعقيب کې د تايلېنډ ښځينه لوبډله په بشپړه توګه ناکامه شوه او نيمايي منډې يې هم پوره نه کړاى شوې، په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو تايلېنډ ٧٨ منډې وکړې او د ٩٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د تايلېنډ لپاره زياتې ٣٢ منډې د پيل توپوهونکې ناټکان چانتم ترلاسه کړې. د انګلستان له لوري انيا شروبسول ٣، نتالي سکاوير ٢ او سوفي اکليسټون ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه هيدر نايټ ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ١٠٨ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

دا د انګلستان دويمه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، همدا راز تايلېنډ بيا خپلې دواړه لوبې بايللي دي.

نن د ښځو نړيوال شل اوريز جام دويمه يا عمومي اتمه لوبه د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …