کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي لومړى مقام له لاسه ورکړ
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي لومړى مقام له لاسه ورکړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ فبروري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي په ټېسټ سياليو کې خپل لومړى مقام له لاسه ورکړ.

ويراټ کوهلي چې د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ سياليو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې يې لومړى مقام درلود، اوس خپل مقام له لاسه ورکړى دى او سټيو سميت لومړى مقام ترلاسه کړى دى.

د نيوزيلېنډ او هند ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هندۍ لوبډله ښه ونه ځلېدله او د ١٠ ويکټو په توپير نيوزيلېنډ د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دغه لوبه کې ويراټ کوهلي هم ښه توپوهنه ونه کولاى شوه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې په ٢ او په دويمه کې په ١٩ منډو وسوځېده.

همدا لامل شو چې ويراټ کوهلي د ټېسټ سياليو د توپوهونکو درجه بندۍ کې خپل لومړى مقام له لاسه ورکړ او سټيو سميت لومړى مقام ترلاسه کړ.

سټيو سميت د ٩١١ نومرو سره لومړى او ويراټ کوهلي د ٩٠٦ نومرو سره دويم مقام ته لاړل، تر دې مخکې ويراټ کوهلي لومړى او سټيو سميت په دويم مقام کې ول.

همدا راز کېن ويليمسين بيا يو مقام پورته لاړ او په دريم مقام شو، خو مارنوس لابوشين بيا يو مقام ښکته لاړ او اوس په څلورم مقام کې دى.

د پاکستان بابر اعظم بيا له خپل ځايه نه دى خوځېدلى او د ٨٠٠ نومرو سره په پنځم مقام کې ولاړ دى.

د اسټراليا ډيويډ وارنر هم خپل ٦م مقام ساتلى دى، خو د انګلستان جوروټ بيا يو مقام پرمختګ کړى دى او له اتم مقام څخه اوم مقام ته پورته شوى دى.

د هند اجينکى ريهانى هم يو مقام پرمختګ کړى دى او اوس په اتم مقام کې دى، خو چيتيشور پوجارا بيا دوه مقامه له لاسه ورکړي دي او د اووم مقام پر ځاى اوس نهم مقام ته تللى دى.

د هند ماينک اګروال بياا په لومړي ځل د ټېسټ توپوهونکو درجه بندۍ کې لسم مقام ته ځان رسولى دى، هغه تر دې مخکې په ١١م مقام کې قرار درلود.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …