کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګولى بندېز ليرې کړ
محمد شهزاد

کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګولى بندېز ليرې کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر پياوړي لوبغاړي محمد شهزاد باندې لګولى يو کلن بندېز ختم کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په يوه راپور کې ويل شوي دي، چې په محمد شهزاد د ٢٠١٩ کال د اګست په مياشت کې د ادارې له اصولو د سرغړونې له لامله يو کال بندېز لګول شوى و، چې د ٧ مياشتو تېرېدو وروسته ترې ياد بندېز ليرې کړل شو.

کرکټ بورډ وايي، چې محمد شهزاد څه موده وړاندې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلين کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې موندې بندېز د بخښنې غوښتنه کړې وه.

دوى وايي، چې د ډسپلېن کمېټې او د عمومي مشر فرهان يوسفزي له تاييد وروسته پر محمد شهزاد لګول شوى يو کلن بندېز ٧ مياشتې وروسته ليرې کړاى شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې که څه هم پر محمد شهزاد د لوبو بندېز ليرې شوى دى، خو له هغه سره به نوى قرارداد په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي، يعنې د کال تر پوره کېدو وروسته به ورسره اداره بيا قرارداد وکړي.

محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه بېرته هېواد ته راولېږل شو او لامل يې دا وښودل شو، چې هغه د زنګانه د ټپ له لامله لوبه نه شي کولاى، خو محمد شهزاد چې کابل ته راورسېد، نو دا ټولې خبرې يې درواغ وبللې او وې ويل چې هغه روغ جوړ دى او کرکټ بورډ ورسره سليقوي چلند کړى دى.

وروسته محمد شهزاد په پېښور کې د پاکستان کرکټ بورډ په يوه اکاډمۍ کې وليدل شو، چې هلته يې تمرينات ترسره کول او پاکستاني رسنيو پرې هم راپورونه جوړ کړل، چې د افغانستان کرکټ بورډ پرې د ادارې د اصولو نه د سرغړونې له لامله يو کال بندېز ولګاوه.

که څه هم په محمد شهزاد يو کلن بندېز لګېدلى و، خو بيا هم نوموړي په دوبۍ کې په لس اوريزه ليګ او په بنګله دېش کې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې ګډون کړى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …