کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزى: د محمد شهزاد په راتګ به افغان لوبډله لا پياوړې شي
محمد شهزاد

فرهان يوسفزى: د محمد شهزاد په راتګ به افغان لوبډله لا پياوړې شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزى وايي، چې د محمد شهزاد بېرته ملي لوبډلې ته په راتګ به افغان لوبډله لا پياوړې شي.

هغه وايي، چې محمد شهزاد راتلونکي نړيوال جام لپاره هم بشپړ چمتووالى نيسي او د افغانستان لپاره به زړورې او پياوړې لوبې ترسره کړي او د افغانستان په نوم به اتلولۍ ثبت کړي.

محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ کال اګست مياشت کې پرې د کرکټ بورډ ادارې له اصولو د سرغړونو له لامله يو کلن بندېز لګېدلى و، نن له ٧ مياشتيني بندېز وروسته کرکټ بورډ دغه بندېز پاى ته ورساوه.

فرهان يوسفزي په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي:

((د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او تکړه لوبغاړی محمد شهزاد چې د تېر زېږدیز کال په اګست میاشت کې ورباندې د یوه کال لپاره بندیز لګېدلی و؛ بیرته ملي لوبډلې ته راستیږي. هیله ده د نوموړي په راتګ سره د افغان کرکټ لوبډله لا ډېره پیاوړې شي او نوموړی د شل اوریزو لوبو د راتلونکي نړیوال جام لپاره هم بشپړ چمتووالی ونیسي، څو د خپل ګران هېواد لپاره زړورې او پياوړې لوبې وکړي او د افغانستان په نوم اتلولۍ ثبت کړي.))

فرهان يوسفزى په خپل پوسټ کې زياتوي: ((موږ د افغان کرکټ د پیاوړتیا او ځلېدا لپاره هغه څه کوو چې په پایله کې یې لوبډله لا ډېره پیاوړې کېږي او د نړۍ په ډګرونو کې د افغانستان بیرغ په رپېدا وي.))

محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه بېرته هېواد ته راولېږل شو او لامل يې دا وښودل شو، چې هغه د زنګانه د ټپ له لامله لوبه نه شي کولاى، خو محمد شهزاد چې کابل ته راورسېد، نو دا ټولې خبرې يې درواغ وبللې او وې ويل چې هغه روغ جوړ دى او کرکټ بورډ ورسره سليقوي چلند کړى دى.

وروسته محمد شهزاد په پېښور کې د پاکستان کرکټ بورډ په يوه اکاډمۍ کې وليدل شو، چې هلته يې تمرينات ترسره کول او پاکستاني رسنيو پرې هم راپورونه جوړ کړل، چې د افغانستان کرکټ بورډ پرې د ادارې د اصولو نه د سرغړونې له لامله يو کال بندېز ولګاوه.

که څه هم په محمد شهزاد يو کلن بندېز لګېدلى و، خو بيا هم نوموړي په دوبۍ کې په لس اوريزه ليګ او په بنګله دېش کې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې ګډون کړى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …