خپلواک وېبپاڼه (٢٦ فبروري ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې نن د پاکستان او ويسټ انډيز ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې پاکستان پکې په اسانۍ بريا خپله کړه.
د کرکټ نړيوالې شورا د ښځو نړيوال شل اوريز جام اتمه لوبه په کانبرا کې ترسره شوه، چې د لوبې په پيل کې ويسټ انډيز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د ويسټ انډيز ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشرې سټېفن ټېلر ٤٣، شيمين کېمپبيل ٤٣ او لي ان کربي ١٦ منډې وکړې.
د پاکستان ښځينه لوبډلې له لوري ډيانا بېګ، ايمان انور او ندا ډار ٢-٢ او انعم امين ١ ويکټ واخيسته.
د ١٢٥ منډو هدف د پاکستان ښځينه لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې په نړيوال شل اوريز جام کې لومړۍ بريا خپله کړه.
د پاکستان ښځينه لوبډلې لپاره لوبډلمشرې بسمه معروف ٣٨ ناسوځېدلې، جويريه خان ٣٥، منيبه علي ٢٥ او ندا ډار ١٨ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.
د ويسټ انډيز ښځينه لوبډلې له لوري افي فليچر او سټيفن ټېلر ١-١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه جويريه خان ترلاسه کړه، چې ٣٥ منډې يې کړې وې.
د يادولو ده چې د اى سي سي ښځينه نړيوال شل اوريز جام په لړ کې دا د پاکستان لومړۍ لوبه وه چې بريا يې پکې خپله کړه، همدا راز ويسټ انډيز دويمه لوبه ترسره کړه او لومړۍ ماتې يې وخوړله.
نن د انګلستان او تايلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوې وه، چې انګلستان پکې د ٩٨ منډو په توپير د تايلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
سبا، د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه به د هند او نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلو او اسټراليا او بنګله دېش ښځينه لوبډلو ترمنځ په ميلبورن او کانبرا کې لوبې ترسره شي.