کورپاڼه / خپلواک / کريم صادق د کرکټ بورډ مشر ته غوسه شوى
کريم صادق، افتاب عالم او فرهان يوسفزى

کريم صادق د کرکټ بورډ مشر ته غوسه شوى

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى کريم صادق د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي په يوه پوسټ خپله غوسه ښکاره کړې ده.

تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد باندې لګېدلى يو کلن بندېز د ٧ مياشتو وروسته ليرې کړ.

د محمد شهزاد د بندېز پاى ته رسېدو په اړه د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي په خپله فېسبوکپاڼه پوسټ وکړ او هغه ته يې بېرته کرکټ ته د راتګ هرکلى وويلو.

نوموړي وويل، چې د محمد شهزاد بېرته ملي لوبډلې ته راتګ سره به ملي لوبډله پياوړې شي او هغه به افغانستان ته نورې اتلولۍ هم راوړي. هغه همدا راز دا خبره هم وکړه چې محمد شهزاد د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره چمتووالى نيسي.

د نوموړي ياد پوسټ ته لاندې ډېرې تبصرې وشوې، چې په دې کې يوه تبصره د کريم صادق هم وه، چې هغه نه يوازې دا چې د محمد شهزاد د بندېز ليرې کېدو هرکلى يې کړى و، خو تر څنګ يې غوسه هم ښکاره کړې وه او ويلي يې و چې ولې افتاب عالم ته ځواب نه ورکول کېږي.

کريم صادق په خپله تبصره کې ليکلي: ((هرکلى ورته وايو کور دې اباد په دغه مسلمانه فېصله، ولې دغه افتاب عالم د اسراييل نه راغلى، سپيناوى خو ورکړئ.))

کريم صادق تبصره

که څه هم د کريم صادق دغه تبصرې ته ځواب نه دى ورکړل شوى، خو داسې اوازې دي چې د محمد شهزاد تر بندېز ليرې کېدو وروسته د افتاب عالم په اړه هم د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي د ډسپلېن کمېټې ته لارښوونه کړې ده، چې په هغه لګول شوى بندېز دې يو ځل بيا وڅېړي.

پر محمد شهزاد او افتاب عالم باندې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال بندېزونه لګول شوي و، محمد شهزاد د زنګانه ټپ له لامله له نړيوال جام نه افغانستان ته رالېږل شوى و، چې وروسته نوموړى په پاکستان کې د تمريناتو پر مهال وليدل شو او کرکټ بورډ پرې يو کال بندېز ولګاوه، خو افتاب عالم بيا د نړيوال جام پر مهال د کرکټ بورډ له اصولو د سرغړونې په تور له بندېز سره مخ شوى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …