کورپاڼه / خپلواک / د ښځو نړيوال جام: هند نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه
هند ښځينه لوبډله

د ښځو نړيوال جام: هند نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ فبروري ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې د هند ښځينه لوبډلې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه او پرلپسې دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه، چې له دې سره يې د ښځو نړيوال شل اوريز جام نيمه پايلوبې ته هم لار پېدا کړه.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام نهمه لوبه د هند او نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ په ميلبورن کې ترسره شوه.

د دغه لوبې په پيل کې نيوزيلېنډ د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې شفالي ورما ٤٦، تانيا باټيا ٢٣ او رادا يادو ١٤ منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې له لوري روزمېري ماير او اميليا کير ٢-٢، لي تاهوهو، سوفي ډواين او ليغ کيسپريک ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٣٤ منډو د هدف په تعقيب کې د نيوزيلېنډ لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې او د ٤ منډو په توپير يې له هندۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د نيوزيلېنډ له لوري اميليا کير ٣٤ ناسوځېدلې، کاټي مارټن ٢٥ او مېډي ګرين ٢٤ منډې ترلاسه کړې، د هند له لوري ديپتي شرما، شيکها پانډى، راجيشوري ګايکواړ، پونم يادو او رادا يادو ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه شفالي ورما ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې هند د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې تر دې مهاله پورې درې لوبې ترسره کړي دي او په درې واړه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده چې د ٦ نومرو په درلودو سره په جدول کې په اول مقام کې ده، چې په دې سره يې د ښځو نړيوال شل اوريز جام نيمه پايلوبې ته هم لار پېدا کړه.

نن به د ښځو نړيوال شل اوريز جام په لسمه لوبه کې د اسټراليا او بنګله دېش ښځينه لوبډلې په کانبرا کې مېدان ته کوزې شي. اسټراليا تر دې مهاله پورې په دوه لوبو کې يوه بريا خپله کړې ده او بنګله دېش بيا يوه لوبه کړې، خو کومه بريا يې نه ده ترلاسه کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …