کورپاڼه / خپلواک / ډيويډ وارنر د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ فبروري ٢٠٢٠): د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې يو ځل بيا ډيويډ وارنر لوبډلمشر وټاکه، نوموړى به د ٢٠٢٠ کال هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې مشري په غاړه ولري.

ډيويډ وارنر د ٢٠١٦ کال راهيسې له سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې سره د لوبډلمشر په حېث لوبېږي، خو په ٢٠١٨ کې د کېپ ټاون بال ټمپرنګ يا توپ توږلو پېښې له لامله نوموړى په تېرو دوه پړاوونو کې لوبډلمشر ونه ټاکل شو.

همدا راز په ٢٠١٨ کال کې ډيويډ وارنر په اى پي ايل کې ګډون هم ونه کړ، خو په ٢٠١٩ کال کې بيا هغه د کېن ويليمسين په لوبډلمشرۍ کې د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې لپاره ولوبېده.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په ١٣م پړاو کې سنرايزرز حېدر اباد يو ځل بيا غوره کړې ده چې ډيويډ وارنر لوبډلمشر وټاکي او د هغه په مشرۍ کې خپله لوبډله اى پي ايل سياليو ته کوزه کړي.

٣٣ کلن اسټراليايي ښي چپ لاسي توپوهونکي ډيويډ وارنر په خپله په يوه ويډيو کې د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې مينه والو ته په دې اړه زېرى ورکړى دى.

ډيويډ وارنر په دغه ويډيو کې ويلي دي، چې د راتلونکي اى پي ايل ٢٠٢٠ پړاو لپاره هغه يو ځل بيا د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې لوبډلمشري کوي، چې د دې فرصت په ترلاسه کولو ډېر خوشحاله دى.


هغه همدا راز د کېن ويليمسن او بوينشور کمار نه مننه هم کړې ده، چې تېرو کلونو کې يې لوبډله ښه پر مخ بيولې ده. همدا راز نوموړي ويلي دي چې د دوى په مرسته به مخکې لاړ شي.

هغه همدا راز د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې له مسوولينو هم مننه کړې ده چې هغه يې لوبډلمشر ټاکلى دى او ويلي يې دي، چې هڅه به يې دا وي چې ښه لوبه وکړي او دا ځلې د سنرايزرز حېدر اباد لوبډله اتلولۍ ته ورسوي.

ډيويډ وارنر له ٢٠١٤ کال راهيسې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي او نوموړى د دغه لوبډلې مهم توپوهونکى دى، چې تل ځلېدلى او ښې لوبې يې ترسره کړي دي. نوموړي د اى پي ايل په تېرو څلورو پړاوونو کې ٥٦٢، ٨٤٨، ٦٤٢ او ٦٩٢ منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړى اوس مهال د اى پي ايل د تاريخ څلورم توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړي دي، په اى پي ايل کې ويراټ کوهلي، سرېش راينا او روهيت شرما پرلپسې ډېرې منډې ترلاسه کړې دي.

سنرايزرز حېدر اباد لوبډله به د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل کې خپله لومړۍ لوبه په خپل کوربه توب د ممبۍ انډينز لوبډلې پر وړاندې د اپريل په لومړۍ نېټه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …