کورپاڼه / خپلواک / عزيزالله فضلي: شهزاد ته ضرورت نشته، افتاب بايد له لوبډلې سره يو ځاى شي
عزيزالله فضلي، محمد شهزاد او افتاب عالم

عزيزالله فضلي: شهزاد ته ضرورت نشته، افتاب بايد له لوبډلې سره يو ځاى شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي مشر عزيزالله فضلي د ملي لوبډلې د چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد پر بندېز ختمېدو غبرګون ښکاره کړى دى.

عزيزالله په يوه فېسبوکي پوسټ کې ليکلي دي، چې محمد شهزاد ته په لوبډله کې هېڅ ضرورت نشته، ځکه چې رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل شته دى.

هغه همدا راز په خپل پوسټ کې دا هم ليکلي دي، چې اوسمهال په لوبډله کې افتاب عالم ته اشد اړتيا ده او په افتاب عالم دې لګول شوى بندېز ليرې شي.

هغه همدا راز پر افتاب عالم بندېز لګېدل يوه سياسي پرېکړه ګڼلې ده او ويلي يې دي، چې افتاب عالم دې ژر تر ژره بېرته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي.

عزيزالله فضلي په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((څنګه چې تاسې په جريان کې ياست شهزاد محمد بېرته له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو، دا په داسې حال کې ده چې رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل په شتون کې شهزاد ته ضرورت نشته او بل لوري ته افتاب عالم چې اوسمهال ملي لوبډله ورته اشد اړتيا لري، چې په افتاب عالم باندې بندېز هم تر ډېره سياسي و، نو هيله ده چې افتاب عالم بندېز ژر تر ژره لرې شي او له ملي لوبډلې سره بېرته يو ځاى شي.))

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ پر محمد شهزاد لګېدلى يو کلن بندېز پاى ته ورساوه، پر نوموړي يو کلن بندېز لګېدلى و، خو ٧ مياشتې وروسته دغه بندېز ختم کړاى شو او د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي هيله څرګنده کړه، چې هغه به يو ځل بيا له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي او لوبډله به پياوړې کړي.

د يادولو ده چې پر محمد شهزاد هغه مهال بندېز لګېدلى و، کله چې عزيزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر و، همدا راز پر افتاب عالم هم د هغه په وخت کې بندېز لګېدلى و، خو ويل کېږي چې هغه پرېکړه په خپله د عزيزالله فضلي نه وه، بلکې د کرکټ بورډ د بورډ غړو پرېکړه وه.

محمد شهزاد او افتاب عالم دواړه د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه، چې په انګلستان کې ترسره کېده، بېرته هېواد ته رالېږل شوي و او محمد شهزاد کابل ته له رسېدو سره سم د کرکټ بورډ پر ضد سخت غبرګون هم ښکاره کړ او دا کار يې له ځان سره سليقوي چلند ياد کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …