کورپاڼه / خپلواک / ملي لوبغاړى ميروېس اشرف په خپل شخصي لګښت کندوز کې اکاډمي جوړوي
ميروېس اشرف

ملي لوبغاړى ميروېس اشرف په خپل شخصي لګښت کندوز کې اکاډمي جوړوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړى ميروېس اشرف د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په خپل شخصي لګښت د کرکټ اکاډمي جوړوي.

د کرکټ دغه اکاډمي چې کارونه يې پيل شوي دي او ويل کېږي په راتلونکو څو مياشتو کې به بشپړه شي، چې له هغه وروسته به د دغه ولسوالۍ ځوانان وکولاى شي، کرکټ پکې زده او ترسره کړي.

همدا راز ويل کېږي چې ميروېس اشرف د کندوز په چاردرې ولسوالۍ کې هم د اکاډمۍ جوړولو ژمنه کړې ده، چې د يادو ولسواليو ځوانان په دغه ولسواليو کې د کرکټ اکاډمۍ په جوړولو ډېر خوښ دي.

ميروېس اشرف ١

٣٠ کلن ميروېس اشرف د کندوز ولايت دى او په ملي لوبډله کې ډېر ځلېدلى لوبغاړى دى، هغه ښى لاسى فاسټ ميډيم توپ اچونکى او توپوهونکى دى.

که څه هم ميروېس اشرف د افغانستان لپاره خپلې وروستۍ لوبې په ٢٠١٦ کال کې ترسره کړې دي او له هغه وروسته نوموړي ته په ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى، ويل کېږي چې هغه ته څو څو ځلې په لوبډله کې د اخيستو ويل شوي دي، خو وروسته بيا نه دى اخيستل شوى.

د ايرلېنډ پر وړاندې افغانستان کرکټ بورډ په روانه مياشت کې لوبډله اعلان کړه، چې شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري پکې څه وخت وروسته واخيستل شو، خو ميروېس اشرف ته بيا هم په لوبډله کې ځاى ورنکړل شو.

ميروېس اشرف د افغانستان لپاره په ٤٦ يو ورځنيو او ٢٥ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٩.٥٦ په اوسط ٤٦ ويکټې اخيستي دي، چې ٤.٠٦ يې ايکانومي ده. همدا راز په شل اوريزو کې يې بيا د ٣١.٧١ په اوسط ١٤ ويکټې ترلاسه کړې دي.

په يو ورځنيو لوبو کې د هغه ښه توپ اچونه د ٣٥ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي سوځول او شل اوريزو لوبو کې بيا د ٦ منډو په بدل کې ٢ لوبغاړي سوځول دي.

ميروېس اشرف په کورنيو سياليو کې تل ښه ځلېدلى دى، چې په وروستيو څو ټورنمنټونو کې يې جايزې هم ترلاسه کړې دي، خو بيا هم په ملي لوبډله کې ورته ځاى نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …