کورپاڼه / خپلواک / نړيوال جام کې د انګلستان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه
انګلستان لوبډله

نړيوال جام کې د انګلستان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ فبروري ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام کې د انګلستان او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د انګلستان لوبډلې په اسانۍ سره پاکستانۍ لوبډله ماته او بريا يې خپله کړه.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام ١٢مه لوبه د انګلستان او پاکستان ښځينه لوبډلو ترمنځ په کانبرا کې ترسره شوه.

د دغه لوبې په پيل کې پاکستان ښځينه لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د انګلستان ښځينه لوبډلې ه د توپوهنې بلنه ورکړه.

د انګلستان ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشرې هيدر نايټ ٦٢، نتالي سکاوير ٣٦ او فران ويلسون ٢٢ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان ښځينه لوبډلې له لوري ايمان انور ٣، ندا ډار ٢، ډيانا بېګ او عاليه رياض بيا ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

پاکستان لوبډله

د ١٥٩ منډو د هدف په تعقيب کې پاکستانۍ لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٦ منډې وکړې او د ٤٢ منډو په توپير يې له انګلستانۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د پاکستان له لوري عاليه رياض ٤١، جويريه خان ١٦ او منيبه علي ١٠ منډې وکړې، همدا راز د انګلستان له لوري بيا انيا شربسول او سارا ګلين ٣-٣ او کيترين برنټ او سوفي ايکليسټون بيا ٢-٢ لوبغاړې وسوځولې.

انګلستان لوبغاړې

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه بيا هيدر نايټ ترلاسه کړه.

نن بيا بله لوبه د سويلي افريقا او تايلېنډ ښځينه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سويلي افريقا لومړى توپوهنه وکړه او د ٣ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٩٥ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې د تايلېنډ ټولې لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې ٨٢ منډې وکړې او د ١١٣ منډو په توپير يې ماتې وخوړله.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه ليزيلي لي ترلاسه کړه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه او په ٦٠ توپونو يې ١٠١ منډې کړې وې، هغې ٣ شپږيزې او ١٦ څلوريزې هم وهلې وې.

د يادولو ده چې له اې ګروپ نه تراوسه پورې د هند لوبډلې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړې ده، همدا راز د بي ګروپ نه تراوسه پورې نه ده معلومه شوې، چې کومې کومې لوبډلې به نيمه پايلوبې ته لاړې شي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …