خپلواک وېبپاڼه (۱۲ سپتمبر ۲۰۱۹): د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې نن د بند امير زون او بوست زون ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسر شوه چې بوست زون په ۵ ويکټو د بند امير زون ته ماته ورکړه.
د لوبې په پيل کې پچه د بوست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د بند امير زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
بند امير زون په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران جنت ۷۸، دروېش رسولي ۵۷ او یونس احمدزي ۳۵ منډې وکړې.

د بوست له لوري بيا کريم صادق ۴، دستګير خان ۲، عبدالباقي او محمد عالم ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۲۳۶ منډو هدف د بوست لوبډلې په ۴۸.۵ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۵ ويکټو يې بريا خپله کړه، چې ټولې يې ۲۳۹ منډې وکړې. د دوی له ډلې ناصر جمال ۹۸، منير احمد ۸۴ ناسوځېدلې او نصیب الله شېردلي ۲۸ منډې وکړې.
د بند امير لوبډلې له لوري بيا نجات مسعود ۲، ضیا الحق، امير حمزه او نثار وحدت ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه منير احمد ترلاسه کړه، چې ۸۴ ناسوځېدلې منډې يې کړې وې.

د يادولو وړ ده چې نن د بند امير زون او بوست زون ترمنځ دريمه لوبه ترسره شوه، تر دې مخکې په لومړۍ لوبه کې امو زون د بند امير زون ته په ۴ ويکټو ماته ورکړې وه او همدا راز د سپين غر زون بيا د مس عینک زون ته په ۷ ويکټو ماته ورکړې وه.
د جمعې په ورځ به د امو زون او مس عینک زون ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
ياده دې وي چې بهير شاه يوازينی توپوهونکی دی، چې د غازي امان الله خان جام په روانو سياليو کې يې سليزه وهلې ده.