کورپاڼه / خپلواک / د اسټرالیا الراونډر لوبغاړي ګېلن مکسوېل کوژده وکړه
ګېلن ماکسوېل

د اسټرالیا الراونډر لوبغاړي ګېلن مکسوېل کوژده وکړه

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ فبروري ۲۰۲۰): د اسټرالیا د کرکټ تکړه او پیاوړي لوبغاړي ګېلن ماکسوېل د یوه نوي ژوند پيل وکړ، هغه داسې چې نوموړي له یوې هندۍ جینۍ سره کوژده وکړه او څو ورځې وروسته به واده هم ورسره وکړي.

د اسټرالیا د کرکټ پیاوړي الراونډور لوبغاړي ګېلن ماکسوېل له خپلې یوې هندۍ ملګرې وني رمن سره کوژده کړې ده او ويل کېږي، چې مکسوېل به په راتلونکې اوونۍ کې له نوموړې سره واده هم وکړي.

مکسوېل د هغه کوژدنې وني رمن د خپلې کوژدې عکسونه پر ټولینزې وېبپاڼې انسټګرام خپاره کړي دي، چې په عکسونو کې ښکاري، چې مکسوېل له وني رمن سره کوژده کړې ده او هغې ته یې د کوژدې ګوتمه په لاس کړې ده. وني رمن هم پر خپل اکونټ له مکسوېل سره اخیستی یو عکس خپور کړی دی او ورسره لیکلي یې دي، چې هغې له مکسوېل سره کوژده کړې ده او ليکلي یې دي چې (زما د خوښې وړ کس تېره اوونۍ ماته د واده ویلي دي).

 

View this post on Instagram

 

💍

A post shared by Glenn Maxwell (@gmaxi_32) on

له کوژدنې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې مکسوېل ته د مینوالو او د کرکټ د لوبغاړو له خوا مبارکیانې ليکل شوې دي او هغه او وني رمن ته یې د ښه او خوشحاله ژوند دعاګانې کړې دي.

مکسوېل ته یوه مسلمان مینوال یې لیکلي دي، چې تا او ورېندار دې خدای زموږ له سره نه کموي او تاسو دواړه دې خدای پاک راته سلامت او روغ و جوړ لري. یو بل کس بیا ورته ليکلي دي، چې ژر تر ژره واده وکړئ، ځکه چې له واده سره به د مکسوېل سرجري هم ښه شي او بېرته به ژر تر ژره کرکټ ته راشي.

د یادونې وړ ده چې پر ګېلن مکسوېل سربېره د پاکستان د کرکټ لوبغاړو محسن حسن خان، شعیب ملک، حسن علي او د نورو هېوادونو د کرکټ د ځينو لوبغاړو مېرمنې هم هندۍ دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …