کورپاڼه / خپلواک / سارو ګنګولي: پاکستان ته لوبډله نه شو لېږلى، اسيا جام دې دوبۍ کې ترسره شي
سارو ګنګولي

سارو ګنګولي: پاکستان ته لوبډله نه شو لېږلى، اسيا جام دې دوبۍ کې ترسره شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ فبروري ٢٠٢٠): د هند کرکټ بورډ يا BCCI مشر سارو ګنګولي وايي، چې موږ پاکستان ته خپله لوبډله نه شو لېږلى، هغه مهال به په اسيا جام کې برخه واخلو، چې دغه سيالۍ په دوبۍ کې ترسره شي.

سارو ګنګولي چې دوبۍ ته تر روانېدو مخکې يې په هوايي مېدان کې له رسنيو سره خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وويل، چې د هند او پاکستان لوبډلې په دوبۍ کې لوبې ترسره کولى شي.

د هند کرکټ بورډ مشر په خپلو خبرو کې وويل: ((اسيا جام به په دوبۍ کې ترسره کېږي، چې د هند او پاکستان په ګډون به د سيمې ټولې لوبډلې پکې ګډون کوي.))

سارو ګنګولي وايي، چې د اسيايي کرکټ شورا نه يې غوښتنه کړې ده، چې د هند ټولې لوبې بايد په دوبۍ کې ترسره شي، ځکه موږ خپله لوبډله پاکستان ته نه شو لېږلى.

د يادولو ده چې د اسيايي کرکټ شورا غونډه د مارچ مياشتې په دريمه نېټه ترسره کېږي.

هند او پاکستان د سياسي حالاتو له امله له ٢٠١٢ کال وروسته کومه لوبلړۍ نه ده ترسره کړې، په وروستي ځل پاکستان د يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو لپاره د هند په سفر تللې وه او له هغه وروسته دواړه لوبډلې يوازې د اى سي سي په سياليو کې سره مخ کېږي.

که څه هم په ٢٠١٨ کال کې د اسيايي کرکټ شورا په غونډه کې د ٢٠٢٠ کال اسيا جام کوربه توب پاکستان ترلاسه کړى و، خو هند ورسره دغه کوربه توب  نه مني.

هند وايي، چې پاکستان دې بې شکه د اسيا جام کوربه توب وکړي، خو په پاکستان کې دې يې نه کوي، بلکې له پاکستان بهر دې يې وکړي او د دې لپاره دوبۍ ډېر ښه ځاى دى.

د يادولو ده چې د بنګله دېش د ازادۍ اتل او بنسټګر شېخ مجيب الرحمان د سلمې زيږ کليزې په وياړ بنګله دېش کرکټ بورډ د اسيايي يوولس کسيزې لوبډلې او نړيوالې يوولس کسيزې لوبډلې ترمنځ راروانه مياشت سيالۍ ترسره کوي، چې په دې لړ کې په اسيايي يوولس کسيزه لوبډله کې هېڅ پاکستانى لوبغاړى هم نه دى اخيستل شوى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …