کورپاڼه / خپلواک / هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې افغانستان ته د لوبو اجازه نه ده ورکړې
ايرلېنډ او افغانستان

هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې افغانستان ته د لوبو اجازه نه ده ورکړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ فبروري ٢٠٢٠): د هند او ايرلېنډ لوبو ته يوازې څو ورځې پاتې دي، خو افغانستان ته په ګريټر نويډا لوبغالي کې د لوبو اجازه نه ده ورکړل شوې او ورته ويل شوي دي، چې هلته د پوهنتون په لوبغالي کې دې خپلې لوبې وکړي.

خپلواک وېبپاڼې ته ځينو سرچينو ويلي دي، چې د افغانستان او ايرلېنډ لوبې چې د افغانستان په کوربه توب د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې د مارچ په ٦مه نېټه پيلېږي، خو افغانستان ته تراوسه پورې دغلته د لوبو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن مشر يادوپتي سنګانيا د افغانستان کرکټ بورډ ته ويلي دي، چې هغوى نه شي کولاى په ګريټر نويډا لوبغالي کې دوى ته د لوبو اجازه ورکړي. هغه همدا راز د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي ته ويلي دي، چې د هغوى د پوهنتون په لوبغالي کې دې خپلې لوبې ترسره کړي.

د معلوماتو تر مخه، د افغانستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ نه په ګريټر نويډا لوبغالي کې د لوبو ترسره کولو غوښتنه کړې وه، خو د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن دغه غوښتنه رد کړې ده.

ګريټر نويډا کرکټ لوبغالى

اوس ويل کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزى په همدې خاطر هند ته تللى دى، تر څو هلته د اتر پرادېش کرکټ اسوسيشن له مسوولينو سره وويني او له هغوى نه په دغه لوبغالي کې د لوبو اجازه ترلاسه کړي.

خو د اترا پرادېش کرکټ اسوسيشن لطف الله ستانکزي ته ويلي دي، چې ګريټر نويډا لوبغالى له بندېز سره مخ دى او دوى نه شي کولاى دغلته چاته د لوبو اجازه ورکړي، خو دوى کولاى شي چې د پوهنتون لوبغالى دوى ته ورکړي، تر څو پکې لوبې ترسره کړي.

د يادولو ده چې ګريټر نويډا لوبغالى د هند کرکټ بورډ له لوري په ٢٠١٧ کال کې له بندېز سره مخ شوى دى، ويل کېږي چې دغه لوبغالى له دې امله له بندېز سره مخ شوى دى، چې ځينو کسانو پکې لوبې فيکس کړې يا يې فساد کړى و، چې له هغه وروسته په دغه لوبغالي د هند کرکټ بورډ بندېز ولګاوه.

د افغانستان او ايرلېنډ سياليو ته يوازې څو ورځې پاتې دي، ځکه د افغانستان ملي لوبډله شاوخوا مياشت مخکې هند ته تللې ده او هلته يې تمرينات پيل کړي و، خو اوس د کرکټ بورډ اجراييوي مشر له سخت حالت سره مخ دى او لا هم نه ده معلومه چې د افغانستان او ايرلېنډ لوبې به په دغه لوبغالي کې ترسره شي او که نه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …