کورپاڼه / یوې سل کلنې بوډۍ خپله ۲۵مه کلیزه نمانځلې ده
انګلېنډ

یوې سل کلنې بوډۍ خپله ۲۵مه کلیزه نمانځلې ده

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ فبروري ۲۰۲۰): یوې سل کلنې برتانوۍ بوډۍ چې ډېره زیاته کمزورې ښکاري او فکر کېږي، چې هغه به په سهي ډول ډوډۍ هم ونشي خوړلی، خو یادې سل کلنې بوډۍ د خپلې سلمې کلیزې پر ځای خپله ۲۵مه کلیزه نمانځلې ده او دې لپاره یې حیرانونکی دلیل هم ویلی دی.

د راپورونو په وینا، د انګلېنډ د کاوینټي هیمشایر اوسېدونکې سل کلنې ښځې خپله ۲۵مه کلیزه نمانځلې ده او د خپل یاد کار په اړه یې جالب دلیلونه ويلي دي، چې خلک یې خورا حیران کړي دي. کېدای شي تاسو ته د هغې د دلیل په اورېدو سره خندا هم درشي او د یادې زړې ښځې د عجیب ارمان په اړه به حیران هم شئ.

دغې سل کلنې بوډۍ ډروس کلیف له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغې ته په ۲۵ کلنۍ کې ارمان پیدا شو چې د نورو خلکو په څېر هغه هم مشهوره شي او د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې یې خلک وپېژني، چې هغې اوس د خپل عمر په سلم کال د ځان د مشهورولو لپاره دا کار غوره وباله.

دغه بوډۍ سل کلنه ښځه د روغتیا له اړخه هم ښه دی، په لاره پرته له لکړې تګ کوي او هيڅ ډول جدي روغتيايي ستونزه نه لري. د هغې خاوند په ۱۹۷۱ ز کال وفات شوی دی او هغه له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې له خپلې لور او زوم سره د هغوی په کور کې اوسېږي.

هغې رسنیو ته د خپل ډېر عمر راز هم ویلی دی، چې پر یوه وخت ډېر خواړه نه خوري، د هر ډول خواړو له خوړلو ډډه کوي او هڅه کوي، چې تر ټولو زیات پیاده مزل وکړي.

هغې د خپلې کلیزې د نمانځلو لپاره د ښکلو مراسمو تابیا هم نیولې ده او خپل ټول پخواني او نوي دوستان یې ورته رابللي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر په لوبه کې ټپي او روغتون ته انتقال شو

د هند او اسټراليا ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د اسټراليا مخکښ …