کورپاڼه / خان وزير عابد

خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

مس عینک او امو لوبډلې د لېست اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په دوام نن مس عینک لوبډلې د اووه ویکټو په توپیر بند امیر لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغې ټورنمېنټ پای لوبې ته یې له امو لوبډلې سره لاره پیداکړه. په نن لوبه کې لومړی توپ …

بشپړ متن »

افغان کرکټ بورډ حضرت الله ځاځي او نوین الحق ته مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د سریلانکا په لنکا تجارتي لیګ کې د دوو تکړه افغان لوبغاړو حضرت الله ځاځي او د نوین الحق د غوره کېدلو له امله خوښي څرګنده کړې ده او دواړو لوبغاړو ته یې مبارکي ورکړې . د افغانستان کرکت بورډ وایی، د سریلانکا ” لنکا …

بشپړ متن »

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ پرون لویې پکتیا ته په سفر تللی دی چې هلته یې له ځوانو لوبغاړو او ولسونو سره ناستې ترسره کړي دي. شاپور ځدران د خپل سفر پر مهال نن خوست ولایت ته تللی دی او …

بشپړ متن »

هند د زمبابوې مشر روزونکی لال چاند راجپوت پاکستان ته له سفره راګرځولی دی

ټاکل شوې ده چې د اکتوبر له ۳۰ مې نېټې څخه د نومبر تر لسمې نېټې پورې به د زمبابوې او پاکستان ترمنځ په لاهور کې د درېو شل اوریزو لوبو او درېو یو ورځنیو لوبو سیریزونه ترسره شي. د زمبابوې ټوله لوبډله نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته …

بشپړ متن »

لنکا پریمیر لیګ کې د افغان لوبغاړو د لوبډلو بشپړ نوملړ

د سريلانکا لومړي پړاو ” لنکا ” پریمیرلیګ سیالیو ډرافټ مراسمو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه مهم لوبغاړي چټک توپ وهونکی حضرت الله ځاځی او تېز توپ اچوونکی نوین الحق اخیستل شوي دی. د سریلانکا لیګ د ډرافټ مراسمو لپاره له افغانستانه ګڼ شمېر ملي او نولس …

بشپړ متن »

نن ماښام یو ځل بیا د پریټي لوبډلې لوبه ده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن ماښام شپږ نیمي بجې د کینګز الیون پنجاب او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ د لیګ ۳۸مه لوبه ترسره کیږي. دا لوبه په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت شپږ نیمي بجې پیلیږي. ډهلي کپیټلز لوبډلې په …

بشپړ متن »

چینای سوپر کینګز لوبډلې خپله ۷مه لوبه هم بایلوده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۷مه لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې چینای سوپر کینګز لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپیر ستره ماته ورکړه. په دغې لوبه کې پچه د چینای سوپر کینګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. چینای …

بشپړ متن »

امو لوبډلې د لېسټ اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه لوبه کې امو لوبډلې د جاوید احمدي په کپتانۍ کې پرله پسې څلورمه بریاهم خپله کړه او د جام پای لوبې ته یې لار پیدا کړه. د لېسټ اې لوبو په دوام نن په لسمه …

بشپړ متن »

د نجیب تره کي کشر ورور کرکټ ته مخه وکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کشر ورور اسماعیل تره کي نن په ننګرهار ولایت کې د کرکټ لوبې تمرینات پیل کړل. د نجیب الله تره کي له مړیني وروسته د هغه کشر ورور اسماعیل تره کي نن په ننګرهار کرکټ اکاډمۍ …

بشپړ متن »

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کورنیو سیالیو ته په سپکه سترګه ګوري

د افغانستان د کورنیو سیالیو په لړکې د غازي امان خان لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ سږکال په کندهار ولایت کې پیل شوي دي چې پکې د کپتان اصغر افغان په شمول ګڼ شمېر ملي لوبغاړي ونه لوبیدل. لېسټ اې سیالۍ چې د افغانستان د کورنیو سیالیو په ډله کې …

بشپړ متن »