کورپاڼه / خپلواک (پاڼه 2)

خپلواک

نيوزيلېنډ د ٤ لوبډلو کوربه توب ته هيله من دى

نيوزيلېنډ

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ غواړي چې له نومبر مياشتې وروسته د ٤ هېوادونو د لوبډلو کوربه توب وکړي او په خپل هېواد کې ورسره لوبلړۍ ترسره کړي. د نيوزيلېنډي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دغه لوبلړيو په اړه به رسمي اعلان د اى سي سي (کرکټ نړيوالې شورا) د …

بشپړ متن »

محمد شهزاد: شل اوريزو کې تکړه يو، اسيا جام کې به فاينل يا سيمي فاينل ته ځان رسوو

محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد وايي، چې افغان لوبډله په شل اوريزو لوبو کې تکړه ده او دوى به دا ځلې هڅه کوي چې په اسيا جام کې پايلوبې يا نيمه پايلوبې ته ځان ورسوي. محمد شهزاد باندې په ٢٠١٩ کال نړيوال جام …

بشپړ متن »

پي سي بي محمد حفيظ ته: ستا له لاسه پاکستان بدنامه شو

محمد حفيظ

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان محمد حفيظ ته غوسه شوى دى او هغه ته يې ويلي دي چې ولې دې د کورونا دوېم ټېسټ په ټويټر کې خپور کړ، ستا له لاسه پاکستان بدنامه شو. د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ له …

بشپړ متن »

هند: پاکستان دې ٢٠٢١ کې د PSL پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې نه کېږي

پاکستان سوپر ليګ او اسيا جام

د هند کرکټ بورډ BCCI يو غړي ويلي دي چې پاکستان دې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې د پاکستان سوپر ليګ پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې اسيا جام نه ترسره کوي، ځکه موږ پکې ګډون نه شو کولى. د پاکستان يوې رسنۍ په خپل راپور کې ليکلي …

بشپړ متن »

د سنګاکارا پر ځاى په لومړي ځل د MCC مشره يوه ښځه وټاکل شوه

کلير کونر

د انګلستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره کلير کونر د تاريخي ميريلبورن کرکټ کلب (MCC) لومړنۍ ښځينه مشره وټاکل شوه. د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان او ويلز د کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ ډايريکټره کلير کونر به نوې دنده د ٢٠٢١ کال په …

بشپړ متن »

دانش: هيله مند يم چې کرکټ يو ځل بيا د هېوادوالو جوش راويښ کړي

نسيم دانش

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس نسيم الله دانش وايي، چې هيله مند دى چې کرکټ يو ځل بيا د هېوادوالو جوش او ځوږ راويښ کړي. نسيم دانش چې څو کلونه مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس و، په خپل يو تازه پوسټ کې له ملي لوبغاړي محمد نبي …

بشپړ متن »

ناهيده خان: په نارينه و کې د بابر اعظم اوټ کولو ارمان لرم

ناهيده خان او بابر اعظم

د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړې ناهيده خان وايي، چې په نارينه و کې يې د بابر اعظم د اوټ کولو ارمان دى. د رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د ښځينه ملي لوبډلې توپ اچوونکې ناهيده خان وايي، که چېرته د نارينه و په لوبو کې ولوبېږي، …

بشپړ متن »

ګلبدين: د کابل پرمختګ راته د ښه راتلونکي هيله راکوي

ګلبدين نايب

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر ګلبدين نايب وايي، چې د کابل د پرمختګ په ليدو ډېر ارامېږم او ښه راتلونکي ته مې هيله ډېرېږي. ګلبدين نايب چې اوسمهال په کابل کې يو مياشتيني تمريناتي کمپ کې په تمريناتو بوخت دى، په خپل ټويټر کې يو عکس خپور کړى …

بشپړ متن »

بنګله دېش هم له سريلانکا سره خپلې سيالۍ لغوه کړې

بنګله دېش او سريلانکا

د نيوزيلېنډ له لوري د بنګله دېش سره د سياليو لغوه کولو يوه ورځ وروسته بنګله دېش هم د سريلانکا سره راتلونکې سيالۍ د کورونا ويروس له امله لغوه اعلان کړې. د بنګله دېش او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په جولاى او اګست مياشتو کې پلان شوى و چې درې ټېسټ …

بشپړ متن »

د محمد حفيظ د کورونا دوېم ټېسټ منفي راوتلى

محمد حفيظ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر محمد حفيظ د کورونا ويروس دوېم ټېسټ کړى دى او وايي چې دوېم ټېسټ يې منفي راوتلى دى. تېره ورځ د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو د کورونا ويروس ټېسټونه يې وکړل، چې د نورو …

بشپړ متن »