کورپاڼه / خپلواک (پاڼه 3)

خپلواک

اکاش چوپړه د راتلونکي ١٠ غوره لوبغاړي انتخاب کړي، يو پکې افغان لوبغاړى هم شامل دى

اکاش چوپړه

د هند پخواني کرکټر، شنونکي او د کرکټ کمنټېټر اکاش چوپړه لس هغه ځوان لوبغاړي غوره کړي دي، چې د هغه په وېنا، په راتلونکو لس کلونو کې به دا لوبغاړي ډېر وځلېږي او د کرکټ د نړۍ ستر ستوري به شي. نوموړي په خپل يوټيوب چېنل کې د ١٠ …

بشپړ متن »

پاکستان: اسيا جام په خپل وخت په سريلانکا يا اماراتو کې ترسره کېږي

وسيم خان

د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د نورو چارو تر څنګ کرکټ هم اغېزمن کړى دى، چې په دې لړ کې د اسيا جام په تړاو هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې چې ايا دا جام به ترسره شي او که نه او چېرته به ترسره شي. …

بشپړ متن »

راشد خان او قېس احمد له نيلامۍ وړاندې په کارابين پريمئير ليګ کې واخيستل شو

قېس احمد او راشد خان

که څه هم تراوسه پورې د کارابين پريمئير ليګ ډرافټ يا نيلامي نه ده ترسره شوې، خو دوه افغان لوبغاړي بيا د بېلا بېلو لوبډلو له لوري له مخکې واخيستل شو. سږکال د کارابين پريمئير ليګ مسوولينو لوبډلو ته اجازه ورکړه، چې هغوى نه يوازې دا چې له ځان سره …

بشپړ متن »

هم تو ډوبى هى صنم… خو افغانستان تېر کال په دې ورځ له بنګله دېش هم ماتې وخوړه

ګلبدين نايب او بنګله دېش

افغانستان تېر کال په دې ورځ د ٢٠١٩ نړيوال جام کې له بنګله دېش لوبډلې سره مخامخ شو، چې يوه بله ماتې يې هم په برخه شوه. دغه لوبه چې د نړيوال جام ٣١مه لوبه وه، د جون په ٢٤مه نېټه په ساوتهمپټن کې ترسره شوه. په پيل کې د …

بشپړ متن »

کريس ګېل سږکال په کارابين پريمئير ليګ کې نه لوبېږي

کريس ګېل

د ويسټ انډيز مخکښ توپوهونکى کريس ګېل وايي چې د خپلو کورنيو ستونزو له امله سږکال نه شي کولاى چې په کارابين پريمئير ليګ کې ګډون وکړي. کريس ګېل چې يونيورس باس هم ورته ويل کېږي، هغه نه يوازې دا چې د ويسټ انډيز يو له مخکښو توپوهونکو څخه دى، …

بشپړ متن »

بارکزى: مخکې به د کرکټ بورډ مسوولينو د سفرونو په نوم پېسې اخيستلې، خو فرهان يوسفزي دا سپما کړې

فرهان يوسفزی

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې مخکې به د کرکټ بورډ مسوولينو په يو او بل نوم سفرونه برابرول او له ادارې به يې جيب خرچي اخيستلې، خو فرهان يوسفزي بيا له دې کاره ډډه کړې ده او ادارې ته سپما کړې …

بشپړ متن »

بوريس جانسن: د کرکټ توپ ويروس خپروي، نو لوبو ته اجازه نه شو ورکولى

بوريس جانسن

د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن وايي چې په کرکټ کې د توپ له امله د ويروس خپرېدو ويره ده نو له دې امله په برېتانيه کې د کرکټ لوبو پيلېدو ته اجازه نه شي ورکولى. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، کورونا ويروس د ژوند د نورو چارو …

بشپړ متن »

د پاکستان ٧ نور لوبغاړي هم په کورونا ا خته شوي

وهاب رياض او فخر زمان

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د نورو ٧ لوبغاړو د کورونا ويروس ناروغۍ ټېسټونه هم مثبت راوتلي دي. پرون د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د درې لوبغاړو شاداب خان، حارث روف او حېدر علي د کورونا ټېسټونه مثبت راوتلي دي او درې واړه کرنټين …

بشپړ متن »

د هندي کرکټر اجينکى ريهانى د مينې کيسه

اجينکى ريهانى

د هند کرکټ ملي لوبډلې مرستيال لوبډلمشر اجينکى ريهانى هغه لوبغاړى دى چې ويل کېږي ډېر شرمېږي او په لوبغالي کې بيا ډېر په سکون وي، هېڅ غصه نه کوي. په کرکټ کې هغه د رويې له امله د راهول ډريويډ ځاى ناستى هم ګڼل کېږي. اجينکى ريهانى ته په …

بشپړ متن »

د بنګله دېش او نيوزيلېنډ ټېسټ لوبلړۍ هم د کورونا له امله لغوه شوه

نيوزيلېنډ او بنګله دېش

د بنګله دېش او نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ٢ ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم د کورونا ويروس ناروغۍ له امله لغوه اعلان شوه. د معلوماتو تر مخه، د نيوزيلېنډ ملي لوبډلې په اګست مياشت کې بنګله دېش ته سفر پلان شوى و، چې په اګست او سپتمبر مياشتو کې …

بشپړ متن »