کورپاڼه / کرکټ (پاڼه 10)

کرکټ

نيوزيلېنډ نړيوالو سياليو ته ځان چمتو کړى، ژر د لوبلړيو اعلان کوي

نيوزيلېنډ

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالو سياليو ته ځان چمتو کړى دى او د لوبلړيو مهالوېش په وروستي پړاو کې دى چې ژر به اعلان شي. د رسنيو د راپورونو په وېنا، د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ د راتلونکو نړيوالو سياليو لپاره خپل چمتووالى ښکاره کړى دى، چې په دې …

بشپړ متن »

رييس احمدزى د کرکټ ډايريکټر په توګه وګمارل شو

رييس احمدزى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او لوبغاړى، د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې مشر روزونکى رييس احمدزى د کرکټ ډايريکټر په توګه ټاکل شوى دى. د کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي: ((د ۱۹ کلنو لوبډلې مشر روزونکی ښاغلی رییس …

بشپړ متن »

شپږيزه: د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان لوبډلې پخوانى لوبغاړى خپل روزونکى ټاکلى

رياض اپريدى

د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى رياض اپريدى د مشر روزونکي په توګه ټاکلى دى. د سپين غر زمريانو لوبډلې دا مشر روزونکى رياض اپريدى نومېږي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې يوازې په يوه ټېسټ …

بشپړ متن »

د محمد نبي ٢٧ منډې او ١ ويکټ؛ زوکس دريمه بريا هم خپله کړه

محمد نبي

د محمد نبي او نجيب الله ځدراڼ لوبډلې سينټ لوسيه زوکس په کارابين پريمئير ليګ کې دريمه بريا هم خپله کړه، د تېرې شپې په لوبه کې محمد نبي په توپوهنه کې ٢٧ منډې وکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، خو نجيب الله ځدراڼ بيا په صفر وسوځېده. د …

بشپړ متن »

سي پي ايل: د راشد خان لوبډلې دويمه ماتې هم وخوړه

بارباډوس ټريډينټس

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سياليو کې د راشد خان لوبډلې بارباډوس ټريډينټس دويمه ماتې هم وخوړه، همدا راز راشد خان هم کومه ويکټ ترلاسه نه کړه. د سي پي ايل ٩مه لوبه د ټرينباګو نايټ رايډرز او بارباډوس ټريډينټس ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې …

بشپړ متن »

پاکستان د انګلستان نيمايي منډې هم پوره نه کړې، دويم ځلې بيا توپوهنه ترسره کوي

انګلستان

پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د انګلستان له لوري کړې نيمايي منډې هم پوره نه کړې او د فالو ان سره مخ شوه. پاکستان به د دويمې پاڼۍ توپوهنې لپاره هم مېدان ته راکوزېږي او هڅه به کوي چې د انګلستان د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي او له هغه …

بشپړ متن »

له کرکټ بورډ خپه شوى نور علي ځدراڼ د کابل بازانو لوبډلې سره يو ځاى شو

نور علي ځدراڼ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى نور علي ځدراڼ، چې له کرکټ بورډ څخه خپه شوى و او له همدې امله يې د شپږيزې کرکټ ليګ د ډرافټ لپاره نومليکنه هم نه وه کړې، اوس د کابل بازانو له لوبډلې سره يو ځاى شو. نور علي ځدراڼ په تېره …

بشپړ متن »

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه

اسټراليا کرکټ ملي لوبډله

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډله انګلستان ته لاړه، چې په انګلستان کې به د انګلستان له ملي لوبډلې سره د  نړيوالو شل اوريزو او نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي. د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې ٢١ کسيزه لوبډله نن په يوه ځانګړې الوتکه کې انګلستان ته تللې ده. اسټراليا …

بشپړ متن »

د نوين الحق ١٤ منډې او ١ ويکټ؛ د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو

نوين الحق

د کارابين پريمئير ليګ په بېګانۍ لوبه کې افغان توپ اچونکى نوين الحق غوره لوبغاړى اعلان شو، نوموړي د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې ښه کارکردګي ښکاره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. په دې لوبه کې مجيب الرحمان هم ٣ ويکټې ترلاسه کړې. د کارابين پريمئير …

بشپړ متن »

د محمد نبي ٣٥ منډې او ١ ويکټ؛ زوکس بله بريا هم ترلاسه کړه

محمد نبي

د محمد نبي لوبډلې سينټ لوسيه زوکس په کارابين پريمئير ليګ کې يوه بريا هم ترلاسه کړه، چې محمد نبي پکې ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او ١ ويکټ يې هم ترلاسه کړه. د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٧مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او سينټ کيټس اېنډ نيويس …

بشپړ متن »