کورپاڼه / اسيا جام

اسيا جام

د کورونا له وجې اسیا جام لغوه شو

اسیا جام

د کورونا ویروس ناروغۍ د یو ځل بیا چټک خپرېدو له امله په سریلانکا کې پلان شوی شل اوریز اسیا جام سږکال یو ځل بیا لغوه شو، چې دا د افغانستان لپاره بد خبر دی. د معلوماتو له مخې، د کورونا ویروس له امله شل اوریز اسیا جام لغوه شو، …

بشپړ متن »

د افغان لوبډلې لپاره بد خبر، اسيا جام يو ځل بيا لغوه شو

افغانستان او پاکستان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د افغان کرکټ مينه والو لپاره بد خبر دا دى، چې د اسيا جام سيالۍ يو ځل بيا لغوه اعلان شوې او اوس به په ٢٠٢٢ کال کې ترسره شي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې کرکټ بورډ يې په دې نه توانېږي له …

بشپړ متن »

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

هند کرکټ بورډ

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا له امله ځنډېدلى و، چې سږکال د اسيا جام سيالۍ په سريلانکا کې ترسره کېدونکې دي. خو ځينو رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د هند کرکټ بورډ غواړي، چې په اسيا جام …

بشپړ متن »

د نړيوال جام په لغوه کېدو پاکستانى کرکټر شعېب اختر هند ته غوسه دى

شعېب اختر

د کرکټ نړيوال شل اوريز جام په لغوه کېدو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر د هند کرکټ بورډ ته په غوسه دى. د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) څو ورځې وړاندې په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د کورونا له امله سږکال ٢٠٢٠ …

بشپړ متن »

د کرکټ اسيايي شورا سږکال اسيا جام لغوه کړ

اسيا جام ٢٠٢٠

د کرکټ اسيايي شورا ACC په رسمي ډول اعلان وکړ، چې سږکال د کورونا له امله اسيا جام نه شي ترسره کولاى او دا جام به په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې ترسره شي. د اسيايي کرکټ شورا د بورډ غړو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى په سپتمبر …

بشپړ متن »

د اصغر افغان او محمد شهزاد هيلې اوبو يوړې

اصغر افغان او محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او لوبغاړو محمد نبي، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي هيلې اوبو يوړې، ځکه چې اسيا جام سږکال نه ترسره کېږي. په خپلو وروستيو مرکو کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ويلي و، چې دوى د شل اوريزو لپاره غوره لوبډله …

بشپړ متن »

پاکستان: سارو ګنګولي له ځانه لګيا دى، اسيا جام په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې

پاکستان کرکټ بورډ

د پاکستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ د مشر سارو ګنګولي د هغه خبرو په تړاو غبرګون ښکاره کړى دى، چې ويلي يې و سږکال اسيا جام لغوه شوى دى او ترسره به نه شي. د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له …

بشپړ متن »

هند د اى پي ايل ترسره کولو لپاره نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام لغوه کړل

سارو ګنګولي

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې د اسيا جام لغوه شوى دى او سږکال به دا جام ترسره نه شي. د سږکال اسيا جام کوربه توب پاکستان کوي، خو هند له مخکې ويلي و چې که دا جام په پاکستان کې ترسره شي نو دوى به خپله …

بشپړ متن »

حميد حسن راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام کې د ګډون لپاره تمرينات پيل کړل

حميد حسن

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي حميد حسن له يوې کلنې دمې وروسته يو ځل بيا په کابل کې د روزونکو تر څار لاندې تمرينات پيل کړي دي. حميد حسن له طلوع نيوز سره په خپله مرکه کې وويل، چې تر اويا سلنه يې ځان بېرته جوړ کړى …

بشپړ متن »

هند: پاکستان دې ٢٠٢١ کې د PSL پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې نه کېږي

پاکستان سوپر ليګ او اسيا جام

د هند کرکټ بورډ BCCI يو غړي ويلي دي چې پاکستان دې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې د پاکستان سوپر ليګ پر ځاى اسيا جام ترسره کړي، سږکال دې اسيا جام نه ترسره کوي، ځکه موږ پکې ګډون نه شو کولى. د پاکستان يوې رسنۍ په خپل راپور کې ليکلي …

بشپړ متن »