کورپاڼه / اى سي سي

اى سي سي

اى سي سي د مارچ مياشتې غوره لوبغاړي جايزې ته راشد خان هم نوماند کړى

بوينشور کمار، سين ويليمس او راشد خان

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د مارچ مياشتې د غوره لوبغاړي جايزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې د نړيوال کرکټ د نارينه او ښځينه لوبغاړو څخه انتخاب شوي دي، چې په مارچ مياشت کې يې ښې لوبې ترسره کړي دي. د مارچ په مياشت …

بشپړ متن »

اى سي سي سوپر ليګ جدول: پاکستان دويم او افغانستان پنځم شو

اصغر افغان او فخر زمان

پاکستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته د ماتې په ورکولو سره د اى سي سي سوپر ليګ په جدول کې دويم مقام ته ورسېد، چې افغانستان پنځم مقام ته ښکته شو. د اى سي سي سوپر ليګ سيالۍ د ٢٠٢٣ نړيوال جام ته د لارموندنې …

بشپړ متن »

د سويلي افريقا لوبډله د لوبې د فيس ٢٠ سلنه جريمه شوه

سويلي افريقا او پاکستان ١

د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې په ټاکلي وخت د اورونو نه پوره کولو له امله د سويلي افريقا لوبډله د لوبې د فيس ٢٠ سلنه جريمه شوه. د پاکستان او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ په سينچورين …

بشپړ متن »

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ښځينه لوبډلې اوس ټېسټ لوبې هم کولاى شي

د افغانستان ښځينه لوبغاړې

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) په خپله تازه پرېکړه کې ويلي دي، چې هغه ټولې نارينه لوبډلې چې بشپړ غړيتوب لري، د يادو هېوادونو ښځينه لوبډلې هم د نړيوالو يو ورځنيو او ټېسټ لوبو غړيتوب لرلى شي. د اى سي سي د يادې تازه پرېکړې وروسته به اوس …

بشپړ متن »

د اى سي سي تازه درجه بندي: بين سټوکس له محمد نبي مخکې شو

محمد نبي او بين سټوکس

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) تازه درجه بندي اعلان کړې ده، چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په برخه کې د انګلستان بين سټوکس له افغان محمد نبي څخه مخکې شوى دى. د يو ورځنيو لوبو الراونډرانو کې لومړى مقام د بنګله دېش شکېب الحسن لري، …

بشپړ متن »

راشد خان لومړى او مجيب دريم مقام له لاسه ورکړ

راشد خان او مجيب الرحمان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان خپل لومړى مقام له لاسه ورکړ او د سويلي افريقا تبريز شمسي لومړى مقام ترلاسه کړ. د کرکټ نړيوالې شورا د نړيوالو شل اوريزو لوبغاړو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې مخکښ افغان توپ اچونکي راشد خان پکې خپل …

بشپړ متن »

تازه درجه بندي: شاى هوپ، بابر اعظم او ويراټ کوهلي پرمختګ کړى

شاى هوپ، بابر اعظم او ويراټ کوهلي

د کرکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې ځينو لوبغاړو پرمختګ کړى دى، خو د ويسټ انډيز شاى هوپ بيا تر نورو ډېر مخکې تللى دى. د اى سي سي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې شاى هوپ ٥ ګامه مخکې شوى دى او …

بشپړ متن »

د اماراتو دوه لوبغاړي د فساد له امله ٨ کاله د هر ډول کرکټ څخه بند شو

نويد

د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر محمد نوين او پيليز توپوهونکى شيمان انور بټ باندې د کرکټ نړيوالې شورا د ٨ کلونو لپاره د هر ډول کرکټ بندېز ولګاوه. په دواړو باندې هغه تورونه ثابت شو، چې ويل کېږي د اى سي سي انټي کرپشن له اصولو …

بشپړ متن »

حضرت الله ځاځى دوه مقامه نور شاته شو، خو تر ايون مورګن مخکې دى

حضرت الله ځاځى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز په تازه درجه بندۍ کې دوه مقامه نور ښکته تللى دى، خو هغه د انګلستان لوبډلمشر ايون مورګن څخه مخکې دى. د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) تازه درجه بندۍ کې د نړيوالو شل اوريزو توپوهونکو په برخه …

بشپړ متن »

د اى سي سي مهم اعلان، د افغانستان ښځينه لوبډله به هم نړيوال جام کې شامله شي؟

اى سي سي او افغان ښځينه لوبغاړې

د کرکټ نړيواله شورا (اى سي سي) وايي، چې د ٢٠٢٦ کال د ښځينه و نړيوال يو ورځنيو لوبو جام او همدا راز نړيوال شل اوريز جام کې به دوه نوې لوبډلې زياتې شي. اى سي سي د ښځو د نړيوالې ورځ باندې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې …

بشپړ متن »