کورپاڼه / اى پي ايل

اى پي ايل

د چيناى او راجستان لوبه: معين علي، رويندرا جډيجا، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو او سام کران جايزې ترلاسه کړې

معين علي او سام کران

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چيناى پکې د ٤٥ منډو په توپير بريا خپله کړه. د چيناى لپاره معين علي ډېره ښه لوبه ترسره کړه، نوموړي د توپوهنې تر څنګ په توپ اچونه کې …

بشپړ متن »

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

معين علي

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه او له راجستان رايلز څخه يې د ٤٥ منډو په توپير لوبه وګټله. د اى پي ايل ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې راجستان …

بشپړ متن »

اى پي ايل ١٢مه لوبه: چيناى د راجستان لوبډلې ته ١٨٩ منډې هدف وټاکه

فاف ډوپليسي

د هند تجارتي ليګ په دولسمه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ١٨٨ منډې وکړې او د راجستان رايلز لوبډلې ته يې د ١٨٩ منډو هدف وټاکه. د اى پي ايل ١٢مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې راجستان رايلز لوبډلې د …

بشپړ متن »

مشهورو کرکټرانو ډيويډ وارنر او کين ويليمسن هم روژه نيولې

ډيويډ وارنر، کين ويليمسن او راشد خان

د اسټراليا مشهور توپوهونکي ډيويډ وارنر او د نيوزيلېنډ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي کين ويليمسن هم روژه نيولې ده، چې په اړه يې راشد خان معلومات په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي. ډيويډ وارنر چې اوسمهال په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر دى …

بشپړ متن »

د ګبر زبردسته توپوهنه، ډيلي يې بريالى کړ

شيکر دهون

ګبر (شيکر دهون) يو ځل بيا کمالي توپوهنه ترسره کړه چې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ٦ ويکټو په توپير د پنجاب کنګز پر وړاندې بريا ورپه برخه کړه. د اى پي ايل ١١مه لوبه د پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډيلي کاپيټلز …

بشپړ متن »

پنجاب د ډيلي لوبډلې ته ١٩٦ منډې هدف وټاکه

ماينک اګروال

د پنجاب کنګز لپاره پيليزو توپوهونکو ماينک اګروال او لوکيش راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه. د اى پي ايل ١١مه لوبه د پنجاب کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ په ممبۍ کې ترسره کېږي، چې ډيلي …

بشپړ متن »

نن ورځ د ويراټ کوهلي لپاره ډېره ځانګړې ده

رايل چېلنجرز بېنګلور

په اى پي ايل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، چې نن ورځ د هغه لپاره ډېره ځانګړې ده، ځکه چې په درې لوبو کې يې درې برياوې خپلې کړې او همدا راز ١٣ کاله مخکې په همدې ورځ يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره لومړۍ لوبه …

بشپړ متن »

اې بي ډيويليز بېنګلور ته دريمه لوبه وګټله

اې بي ډيويليرز

د بېنګلور لپاره په دريمه لوبه کې ګلين ميکسويل او اې بي ډيويليرز ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې د کلکتې پر وړاندې يې د ٣٨ منډو په توپير دريمه بريا هم خپله کړه. د هند تجارتي ليګ ١٠مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ …

بشپړ متن »

سنجى منجريکر: حېدراباد په دې لوبغاړو په بريا خپلولو نه ارزي

سنجى منجريکر

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرون يو ځل بيا ډېره کمزورې توپوهنه ترسره کړه او ګټې ته نږدې لوبه کې يې ډېر په اسانۍ ماتې وخوړه، چې ممبۍ انډينز يوازې د ١٣ منډو په توپير بريا خپله کړه. په وروستيو ٣ اورونو کې د سنرايزرز حېدراباد ٥ لوبغاړي وسوځېدل، که څه …

بشپړ متن »

اى پي ايل نهمه لوبه: کيرون پولارډ، جوني بيريسټو، ټرينټ بولټ او ويجى شنکر جايزې ترلاسه کړې

جوني بيريسټو

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نهمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ١٣ منډو په توپير ممبۍ انډينز بريا خپله کړه. په دې لوبه کې د ممبۍ انډينز لوبغاړي کيرون پولارډ ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، …

بشپړ متن »