کورپاڼه / بابر اعظم

بابر اعظم

بابر اعظم: نور دا خبرې بس کړئ، لوبډله زه په خپله انتخابوم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم وايي، چې په هره خبري ناسته کې همدا خبره کېږي، چې زما هېڅ واک نشته، نور دا خبرې بندې کړئ، په لوبغالي کې ټول ټیم زما په لاس کې وي او وروستی ۱۱ کسیز نوملړ هم زه غوره کوم. د زمبابوې سره …

بشپړ متن »

بابر اعظم د ویراټ کوهلي یو بل ریکارډ هم مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم د هند لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکي ویراټ کوهلي د ۲۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ مات کړ. بابر اعظم نن د زمبابوې پر وړاندې په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې پنځوسیزه ووهله او لومړنی توپوهونکی شو چې په نړیوالو …

بشپړ متن »

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې ویراټ کوهلي نه مخکې شو او لومړی مقام يې خپل کړ. د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د نړیوالو یو ورځنیو لوبو د توپوهونکو درجه بندي اعلان کړه، چې بابر اعظم پکې له …

بشپړ متن »

بابر اعظم په نننۍ لوبه کې نوى ريکارډ په خپل نوم کړ

بابر اعظم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم نن په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې خپله ١٣مه سليزه ووهله او تر ټولو چټک توپوهونکى شو چې په کمو لوبو کې يې دومره سليزې وهلي دي. نوموړي نن د سويلي افريقا پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ …

بشپړ متن »

د ډيويډ ملن ستر ريکارډ، له بابر اعظم او ويراټ کوهلي مخکې شو

بابر اعظم او ډيويډ ملن

د انګلستان د ټاپ ارډر توپوهونکى ډيويډ ملن په دې وتوانېده چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر نورو ټولو توپوهونکو ژر ١٠٠٠ منډې پوره کړي او دا ريکارډ په خپل نوم کړي. ٣٣ کلن ډيويډ ملن پرون د هند پر وړاندې په پنځمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې …

بشپړ متن »

پاکستانى کپتان بابر اعظم بيا په ستونزو کې راګېر شو

بابر اعظم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم باندې يوې ښځې ځينې تورونه پورې کړي و، چې يو ځل بيا د هماغه تورونو له امله په ستونزو کې راګېر شوى دى. د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د لاهور محکمې پوليسو ته امر کړى دى، چې …

بشپړ متن »

تازه درجه بندي: شاى هوپ، بابر اعظم او ويراټ کوهلي پرمختګ کړى

شاى هوپ، بابر اعظم او ويراټ کوهلي

د کرکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې ځينو لوبغاړو پرمختګ کړى دى، خو د ويسټ انډيز شاى هوپ بيا تر نورو ډېر مخکې تللى دى. د اى سي سي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې شاى هوپ ٥ ګامه مخکې شوى دى او …

بشپړ متن »

د پاکستان بابر اعظم په ټېسټ درجه بندۍ کې نور هم شاته شو

بابر اعظم

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د ټېسټ توپوهونکو او توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان کړه، چې د پاکستان ملي لوبډلې لوبډلمشر او توپوهونکي بابر اعظم پکې نور هم شاته تللى دى. د ټېسټ توپوهونکو درجه بندۍ کې کين ويليمسن په لومړي، سټيو سميت په دويم، مارنوس لابوشين …

بشپړ متن »

بابر اعظم: د ښه کپتان نښه دا ده چې چېلنج په ځان واخلي

بابر اعظم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى بابر اعظم وايي، کله چې د توپوهنې لپاره مېدان ته کوز شي، نو هغه وخت کې يوازې توپوهنه کوي او کپتاني يې په ذهن کې نه وي. نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د ښه کپتان نښه دا ده …

بشپړ متن »

ويراټ کوهلي او بابر اعظم په درجه بندۍ کې شاتګ وکړ

ويراټ کوهلي او بابر اعظم

د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي د ټېسټ توپوهونکو په درجه بندۍ کې يو ځل بيا شاتګ کړى دى او څلورم مقام ته ښکته شوى دى، همدا راز د پاکستان ملي لوبډلې کپتان او توپوهونکى بابر اعظم شپږم مقام ته ښکته شوى دى. د کرکټ …

بشپړ متن »