کورپاڼه / د بوست ساتونکي

د بوست ساتونکي

د جاوید احمدي سلیزې امو لوبډله بریالۍ کړه

د زونونو په کچه په کندهار کې د غازي امان الله خان په نامه د پیل شویو لېسټ اې لوبو په دریمه لوبه کې د امو لوبډلې کپتان جاوید احمدي سلیزه ووهله او خپلې لوبډلې ته یې له بوست لوبډلې لوبه وګټله. د لېسټ اې لوبو دریمه سیالي نن د …

بشپړ متن »

بوست لوبډلې امو ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان د کورنیو سیالیو په چوکات کې د غازي امان الله خان لیسټ اې لوبو په دوام نن په کندهار کرکټ لوبغالي کې بوست ساتونکو امو نهنګانو لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه. په روانه لوبه کې پچه د امو لوبډلې کپتان جاوید …

بشپړ متن »

اصغر افغان د بند امير ښامارانو ته بريا ور په برخه کړه

اصغر افغان

د بند امير ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان په نننۍ لوبه کې چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په خپلې ښې توپوهنې يې د بند امير ښاماران لوبډلې ته بريا ور په برخه او دويم کواليفاير لوبې ته يې لار پېدا کړه. د شپږيزې کرکټ ليګ ايليمينېټر لوبه د بند امير ښامارانو …

بشپړ متن »

جنتيانو د بوست ساتونکو ته ستره بريا ور په برخه کړه

کريم جنت

د بوست ساتونکو له لوري کريم جنت او عمران جنت په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بوست ساتونکو ته يې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا ورپه برخه کړه. د امو نهنګانو د ١٢٣ منډو هدف په تعقيب د بوست ساتونکو له لوري عمران جنت او …

بشپړ متن »

شپږيزه ليګ: د بوست او سپين غر د بخت پرېکړه به نن وشي

د بوست ساتونکي او د سپين غر زمريان

د شپږيزې کرکټ ليګ د ليګ پړاو ١٤مه او ١٥مه يا هم وروستۍ لوبې نن د څلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې هم نن به د بوست ساتونکو او د سپين غر زمريانو د مخکې تګ او يا هم له سياليو څخه د بهر کېدو په تړاو پرېکړه وشي. نن …

بشپړ متن »

ګلبدين نايب په زړه پورې توپوهنه ترسره او د بوست ساتونکي يې بريالي کړل

ګلبدين نايب

نن د شپږيزې کرکټ ليګ په ١١مه لوبه کې محمد شهزاد سليزه ووهله، خو په ځواب کې يې ګلبدين نايب هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو ترمنځ د شپږيزې په ١١مه لوبه کې د مس …

بشپړ متن »

سپين غر د ٥ منډو په توپير له بوست ساتونکو لوبه وګټله

تميم سرخرودي ٢

تر زبردستې لوبې وروسته د سپين غر زمريان لوبډله په دې وتوانېدله چې د ٥ منډو په توپير د بوست ساتونکو ته ماتې ورکړي او دويمه بريا خپله کړي. د ١٧٦ منډو د هدف په تعقيب د بوست ساتونکو د عمران جنت او احسان الله جنت په صفر وسوځېدل، خو …

بشپړ متن »

شرف الدين اشرف د بوست ساتونکو نه دوړې پورته کړې

شرف الدين اشرف

د شرف الدين اشرف ښې توپ اچونې او د عثمان غني او اصغر افغان ښې توپوهنې په مټ د بند امير ښامارانو د شپږيزې کرکټ ليګ په نننۍ لوبه کې بريا خپله کړه. د شپږيزې کرکټ ليګ پنځمه لوبه نن د بوست ساتونکو او بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره شوه. …

بشپړ متن »

شپږيزه؛ دريمه لوبه: د بوست ساتونکو د کابل بازانو نه بڼکې وويستې

د بوست ساتونکي

د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کې ګلبدين نايب او سيد شېرزاد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د کابل بازانو لوبډله يې چټکه وسوځوله او د ٥٧ منډو په ستر توپير يې لومړنۍ بريا خپله کړه. د ١٧٣ منډو د هدف په تعقيب کې د کابل …

بشپړ متن »

تمريناتي لوبه؛ د بوست ساتونکو د مس عينک اتلان مات کړل

رحمت شاه

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو تر پيلېدو مخکې د لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبې روانې دي، چې نن د بوست ساتونکو په يوه تمريناتي لوبه کې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې د کابل کرکټ لوبغالي کې نن ترسره شوه، د لوبې په …

بشپړ متن »