کورپاڼه / د کابل بازان

د کابل بازان

د کرکټ نړيوالې شورا په پښتو کې پوسټ کړى

رحمان اللله ګربز

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې تر بريا وروسته، د دې لوبډلې د لوبډلمشر رحمان الله ګربز د پښتو هغه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې خپلو مينه والو ته پېغام لري. خو نه يوازې دا پښتو ويډيو …

بشپړ متن »

واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه

د کابل بازان

د کمزوري هدف تر ټاکلو وروسته د کابل بازانو لوبډلې په توپ اچونه کې خپل کمال ښکاره کړ او په وروستيو اورونو کې يې لوبه په خپله ګټه راواړوله، چې د ٩ منډو په توپير يې د کابل بازانو تجربه کارې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شپږيزې کرکټ ليګ …

بشپړ متن »

د شپږيزې پايلوبه؛ کابل بازان د مس عينک اتلانو پر وړاندې؛ څوک به بريالي شي؟

Mis e Ainak vs Kabul Final

د شپږيزې کرکټ ليګ په اووم پړاو کې د تېر کال اتله لوبډله مس عينک اتلان او د کابل بازان پايلوبې ته تللي دي، چې سبا به په پايلوبه کې د اتلولۍ لپاره مېدان ته کوز شي. تېر کال د مس عينک اتلان او د بند امير ښامارانو ترمنځ پايلوبه …

بشپړ متن »

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

رحمان الله ګربز

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز وايي، چې هيله لري د روان شپږيزه کرکټ ليګ اتلولي به په خپل نوم کړي. رحمان الله ګربز چې نن سهار يې په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د مس عينک …

بشپړ متن »

د کابل بازانو مالک ٣٠ زره افغانۍ جريمه او پر کرکټ بورډ بند شو

عبداللطيف ايوبي او سميع الله شينوارى

د کابل بازانو لوبډلې مالک عبداللطيف ايوبي د کرکټ بورډ له لوري ٣٠ زره افغانۍ نغدي جريمه شوى دى او همدا راز کرکټ بورډ ته په ورتګ پرې بندېز هم لګول شوى دى. د (کريکڅار) وېبپاڼې په خپل يو راپور کې د کرکټ بورډ د ځينو سرچينو له قوله ليکلي …

بشپړ متن »

کابل بازانو په يوه زبردسته لوبه کې مس عينک مات کړ او پايلوبې ته لاړ

د کابل بازان

د نور علي ځدراڼ او عظمت الله عمرزي په زړه پورې او چټکې توپوهنې په مټ د کابل بازانو د مس عينک اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شپږيزې پايلوبې ته يې لار وموندله. د مس عينک اتلانو د ٢٠٩ منډو هدف په تعقيب کې د کابل بازانو توپوهونکو …

بشپړ متن »

د کابل بازانو لوبډلې مالک د کرکټ او شپږيزې ټول اصول تر پښو لاندې کړل

عبداللطيف ايوبي او سميع الله شينوارى

د کابل بازانو لوبډلې مالک عبداللطيف ايوبي، چې نه يوازې د دې لوبډلې مالک دى، بلکې د دې لوبډلې د لوبډلمشر رحمان الله ګربز خسر هم دى، په سپينه ږيره په شپږيزه کرکټ ليګ کې ولوبېده. هغه په دې لوبه کې د لوبېدو سره د کرکټ او شپږيزې کرکټ ليګ …

بشپړ متن »

کابل بازانو د سپين غر زمريان مات کړل او تر ټولو مخکښه لوبډله شوه

رحمان الله ګربز

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٤مه لوبه کې د کابل بازانو د سپين غر زمريان مات کړل، چې په دې سره د کابل بازان تر ټولو مخکښه لوبډله او سپين غر زمريان د مخکې تګ څخه پاتې شوه. د ١٤٣ منډو هدف لپاره د کابل بازانو له لوري وسيم ځاځي …

بشپړ متن »

سميع الله شينواري د کابل بازان بريا ته ورسول

سميع الله شينوارى

په يوه زبردسته او په زړه پورې لوبه کې سميع الله شينوارى وتوانېده چې چټکه توپوهنه ترسره کړي او د بند مير ښامارانو پر وړاندې خپله لوبډله بريا ته ورسوي. د ١٤٧ منډو هدف په تعقيب کې که څه هم په پيل کې د کابل بازانو توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل، …

بشپړ متن »

د رحمان الله ګربز زبردسته توپوهنه، امو نهنګانو د ٦١ منډو په توپير ماتې وخوړه

رحمان الله ګربز

د شپږيزې کرکټ ليګ په نهمه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګربز چټکه توپوهنه ترسره کړه او تر سليزې يو منډه مخکې وسوځېده، خو خپله لوبډله يې د ٦١ منډو په ستر توپير بريالۍ کړه. دا لوبه چې د کابل بازانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، …

بشپړ متن »