کورپاڼه / سميع الله شينوارى

سميع الله شينوارى

د افغانستان ٥ توپوهونکي چې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې تر ١٠٠٠ زياتې منډې کړي

شهزاد، نبي، اصغر، نجيب او سميع

پرون د زمبابوې پر وړاندې په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې نجيب الله ځدراڼ په دې وتوانېده چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠٠٠ منډې پوره کړي او په دې سره نوموړى د افغانستان پنځم توپوهونکى شو چې تر زر زياتې منډې يې وکړې. هغه افغان توپوهونکي چې …

بشپړ متن »

ملي لوبغاړی سمیع الله شینواری ۳۳ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی او مسټر ناټ اوټ سمیع الله شینواری نن خپله ۳۳مه کلیزه لمانځي. نوموړی چې په دې وروستیو کې په لنکا پریمئیر لیګ کې ولوبېده، په یوه لوبه کې يې چټکه توپوهنه هم ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم …

بشپړ متن »

اى سي سي د سميع الله شينواري توپوهنه ستايلې

سميع الله شينوارى

پرون د افغانستان ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي په لنکا پريمئير ليګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه چټکه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې په جدول کې لومړي مقام ته ورسوله. سميع الله شينوارى چې کله توپوهنې ته راووت، نو په کمو توپونو ډېرې منډې پکار وې او بيا …

بشپړ متن »

د افغانستان لپاره چا ډېرې لوبې ترسره کړي؟

اصغر افغان، محمد شهزاد او محمد نبي

د افغانستان ملي لوبډلې په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو ترسره کولو وياړ ترلاسه کړ او په لومړي ځل يې د سکاټلېنډ سره لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه. اوسمهال چې افغانستان د اى سي سي بشپړ غړيتوب لري، په ټولو فارمېټونو کې لوبې ترسره کوي، …

بشپړ متن »

سميع الله شينواري له ټولو مننه وکړه

سميع الله شينوارى او رييس احمدزى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي سميع الله شينواري، چې تېره ورځ يې مور مړه شوه، نن له ټولو دوستانو څخه مننه کړې ده. د سميع الله شينواري مور دوه ورځې وړاندې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې مړه شوه او پرون يوولس بجې يې په نازيانو …

بشپړ متن »

حميد، جاوېد، ظاهر او ځاځي د سميع الله شينواري د مور په مړينه غمرازي ښکاره کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي سميع الله شينواري مور پرون په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه، چې نن يې په نازيانو ولسوالۍ کې جنازه ترسره شوه. د سميع الله شينواري د مور په مړينه د ملي لوبډلې لوبغاړو غمرازي ښکاره کړې ده او په ټولنيزو …

بشپړ متن »

د ملي لوبغاړي سميع الله شينواري مور مړه شوه

سميع الله شينوارى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي سميع الله شينواري مور نن په کابل کې مړه شوې ده. د خپلواک وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې لوبغاړي سميع الله شينواري مور له څه وخت راهيسې ناروغه وه، چې نن يې خپل روح حق ته وسپاره. سميع الله شينوارى …

بشپړ متن »

کريم صادق، سميع الله شينوارى او افتاب عالم هم د سريلانکا تجارتي ليګ کې اخيستل شوي

سميع الله شينوارى، افتاب عالم او کريم صادق

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې درې نور افغان لوبغاړي هم اخيستل شوي دي، چې په دوى کې کريم صادق، سميع الله شينوارى او افتاب عالم شامل دي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق په لنکا پريمئير ليګ کې د کولمبو کينګز لوبډلې اخيستى …

بشپړ متن »

د کرکټ نړيوالې شورا سميع الله شينوارى وستايه

سميع الله شينوارى

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لپاره لوبېدونکى سميع الله شينوارى د نننۍ ښې لوبې له امله د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) هم ستايلى دى. اى سي سي په خپل ټويټر کې د سميع الله شينواري له يو عکس سره ليکلي دي، چې په وروستي …

بشپړ متن »