کورپاڼه / شپږيزه کرکټ ليګ (پاڼه 4)

شپږيزه کرکټ ليګ

ولسمشر غني: کرکټ د افغانانو لپاره د عزت او لوى وياړ لوبه ده

اشرف غني

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د شپږيزې کرکټ ليګ مراسم، چې په افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شو، ګډون او وېنا وکړه. د هغه سره په دې مراسمو کې لومړي مرستيال امرالله صالح، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او نورو لوړپوړو چارواکو هم په دې مراسمو کې …

بشپړ متن »

کريم صادق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى

کريم صادق

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو لپاره کريم صادق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى. په تېر پړاو کې شفيق الله شفق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر و، خو په هغه د ٦ کاله بندېز لګېدو وروسته سږکال شبير نوري د يادې لوبډلې لوبډلمشر …

بشپړ متن »

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان له سي پي ايل نېغ اى پي ايل ته ځي، شپږيزه کې به ونه لوبېږي

راشد، نبي او مجيب

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان چې اوس مهال د ويسټ انډيز په کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي، له ياد ليګ څخه به نېغ په نېغه د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ته ولاړ شي او د …

بشپړ متن »

اصغر افغان: شپږيزه د افغانستان د راتلونکي او ځوانانو لپاره ډېره مهمه ده

اصغر افغان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې سږکال د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر دى، وايي چې شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان او د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېره مهمه ده. د اصغر افغان يوه ويډيو چې د کرکټ بورډ له لوري خپره …

بشپړ متن »

تمريناتي لوبه؛ د بوست ساتونکو د مس عينک اتلان مات کړل

رحمت شاه

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو تر پيلېدو مخکې د لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبې روانې دي، چې نن د بوست ساتونکو په يوه تمريناتي لوبه کې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې د کابل کرکټ لوبغالي کې نن ترسره شوه، د لوبې په …

بشپړ متن »

تاج ملک عالم اېمل پسرلي ته: ويلي به دې واى: شپږيزه ليګ ستاسو خپل ليګ

تاج ملک عالم او اېمل پسرلى

د بي بي سي پښتو خبريال اېمل پسرلى، چې د افغانستان په کرکټ هم ژور نظر ساتي او د افغانستان په کرکټ يې کتاب هم ليکلى دى، وايي کرکټ بورډ ترې د يوې ويډيو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې ويډيو ورولېږله، نو ورته يې وويل چې داسې ويډيو …

بشپړ متن »

د شپږيزې ليګ لوبو ته د نندارچيانو د ورتګ اجازه ورکړل شوه

شپږيزه کرکټ ليګ

د عامې روغتيا وزارت مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ ته اجازه ورکړې ده، چې ٣٠ سلنه نندارچيان دې د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبو پر مهال لوبغالي ته ورپرېږدي. د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د کرکټ پورډ ادارې د غوښتنې پر اساس د عامې …

بشپړ متن »

د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبډلو لوبډلمشران

د شپږيزې لوبډلمشران

د شپږيزې کرکټ ليګ ته څو ورځې پاتې دي، چې اووم پړاو يې د سپتمبر په ٦مه نېټه په کابل کې د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ په لوبې سره پيلېږي. سږکال نه يوازې دا چې د شپږيزې د لوبډلو مالکان بدل شوي دي، بلکې د ډېرو …

بشپړ متن »

اتصالات په ٣.٨ ميليونه افغانۍ د شپږيزې ليګ عمومي ملاتړ امتياز ترلاسه کړ

نظيم جار عبدالرحيمزى

د مخابراتي شبکې اتصالات شرکت د اووم پړاو شپږيزې ليګ د عمومي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ، چې د دې په بدل کې به د افغانستان کرکټ بورډ ته ٣.٨ ميليونه افغانۍ ورکوي. د کرکټ بورډ په وېنا، نن د افغانستان کرکټ بورډ په عمومي دفتر کې د اتصالات مخابراتي …

بشپړ متن »

شپږيزه: د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان لوبډلې پخوانى لوبغاړى خپل روزونکى ټاکلى

رياض اپريدى

د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې يو پخوانى لوبغاړى رياض اپريدى د مشر روزونکي په توګه ټاکلى دى. د سپين غر زمريانو لوبډلې دا مشر روزونکى رياض اپريدى نومېږي، چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې يوازې په يوه ټېسټ …

بشپړ متن »