کورپاڼه / لېسټ ای لوبې

لېسټ ای لوبې

امو لوبډلې د لېسټ اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه لوبه کې امو لوبډلې د جاوید احمدي په کپتانۍ کې پرله پسې څلورمه بریاهم خپله کړه او د جام پای لوبې ته یې لار پیدا کړه. د لېسټ اې لوبو په دوام نن په لسمه …

بشپړ متن »

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کورنیو سیالیو ته په سپکه سترګه ګوري

د افغانستان د کورنیو سیالیو په لړکې د غازي امان خان لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ سږکال په کندهار ولایت کې پیل شوي دي چې پکې د کپتان اصغر افغان په شمول ګڼ شمېر ملي لوبغاړي ونه لوبیدل. لېسټ اې سیالۍ چې د افغانستان د کورنیو سیالیو په ډله کې …

بشپړ متن »

بوست لوبډلې په لېسټ اې سیالیو کې خپله څلورمه لوبه هم بایلوده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې سیالیو په نهمه لوبه کې مس عینک لوبډلې بوست ته په دوو ویکټو ماتې ورکړه چې په دې سره بوست لوبډله په ټورنمېنټ کې له مخکې تګ پاتې شوه. په نن لوبه کې پچه مس …

بشپړ متن »

امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دوام نن په اتمه لوبه کې امو لوبډلې سپین غر ته په پنځو ویکټو ستره ماتې ورکړه او په روان ټورنمېنټ کې دریمه بریا ترلاسه کړه. د لېسټ اې سیالیو په اتمه لوبه کې پچه نن د …

بشپړ متن »

د اصغر اتل ۸۱ منډو او د رحمت شاه ۷۸ منډو مس عینک لوبډلې ته لوبه وګټله

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د لېسټ اې سیالیو په اوومه لوبه کې مس عینک لوبډلې د اصغر اتل د ۸۱ منډو او د رحمت شاه ۷۸ منډو پرمټ بند امیر لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه. په دغې لوبه …

بشپړ متن »

سپین غر بوست ته د ۲۶۴ منډو هدف وټاکه

د غازي امان الله خان لېسټ اې لوبو په دوام همدا شېبه شپږمه لوبه د سپین غر لوبډلې او بوست ترمنځ په کندهار کرکټ لوبغالي کې روانه ده چې د سپین غر لوبډلې پکې بوست ته د ۲۶۴ منډو هدف وټاکه. په دغې لوبه کې د بوست لوبډلې پچه وګټله …

بشپړ متن »

شرف الدین اشرف امو لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه

د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دوام نن په پنځمه لوبه کې د شرف الدین اشرف په ښې توپ اچونې سره امو لوبډلې مس عېنک ته د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه. مس عینک لوبډلې په ټاکلو پنځوسو …

بشپړ متن »

لېسټ اې لوبو کې سپین غر دوهمه ماتې هم وخوړه

د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې سپین غر لوبډلې د ۴۴ منډو په توپیر سره خپله دوهمه پرله پسې ماتې هم ومنله. د لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله …

بشپړ متن »

د جاوید احمدي سلیزې امو لوبډله بریالۍ کړه

د زونونو په کچه په کندهار کې د غازي امان الله خان په نامه د پیل شویو لېسټ اې لوبو په دریمه لوبه کې د امو لوبډلې کپتان جاوید احمدي سلیزه ووهله او خپلې لوبډلې ته یې له بوست لوبډلې لوبه وګټله. د لېسټ اې لوبو دریمه سیالي نن د …

بشپړ متن »

بوست لوبډلې امو ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه

د افغانستان د کورنیو سیالیو په چوکات کې د غازي امان الله خان لیسټ اې لوبو په دوام نن په کندهار کرکټ لوبغالي کې بوست ساتونکو امو نهنګانو لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه. په روانه لوبه کې پچه د امو لوبډلې کپتان جاوید …

بشپړ متن »