د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او مشهور الراونډر لوبغاړی شاهد خان اپریدی له کرکټ وروسته اوس په دوبۍ کې خپل رسټورانټ پرانیزي، چې بېلا بېل خواړه به خلکو ته وړاندې کوي. شاهد اپریدي په خپل انسټاګرام اکاونټ کې یوه کوچنۍ ویډیو خپره کړې ده، چې د کرکټ د …
بشپړ متن »د ۲۰۲۲ شل اوریز جام کې د هند او پاکستان د لوبې ټکټونه په ۵ ساعتونو کې وپلورل شو
د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبې نه یوازې دا چې د هندیانو او پاکستانیانو لپاره په زړه پورې وي، بلکې دا لوبې د کرکټ د نړۍ د نورو مینه والو لپاره هم په زړه پورې وي او هر وخت د دغه دواړو هېوادونو لوبې ډېر لیدونکي لري. اوس …
بشپړ متن »ملي لوبغاړی ظاهر خان پکتین پاکستان ته ورسېد
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان ورو توپ اچونکی ظاهر خان پکتین د پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه د پاکستان کراچۍ ښار ته رسېدلی دی. نوموړی چې د پاکستان سوپر لیګ کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې سره لوبېږي، کراچۍ ته رسېدلی دی او د خپلې لوبډلې …
بشپړ متن »شاهد اپریدی د خېریه کارونو لپاره افغانستان ته راځي
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او مخکښ لوبغاړی شاهد خان اپریدی وايي، چې د خېریه کارونو لپاره افغانستان ته ځي، تر څو هلته د خپل خېریه بنسټ له لارې کار وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، شاهد خان اپریدی یو خېریه بنسټ لري چې د پاکستان …
بشپړ متن »له راشد خان وروسته، یو بل افغان هم د پاکستان پر وړاندې ښو ځلېدونکو افغان لوبغاړو ته د جایزو ورکولو اعلان وکړ
د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام کې نن د افغانستان ۱۹ کلن کم عمره ځوانان د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو سره لوبه ترسره کوي، چې له راشد خان وروسته یو بل افغان هم د لوبغاړو د ښه ځلېدو په موخه د جایزو اعلان ورته کړی دی. …
بشپړ متن »د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي
د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په دې لړ کې یې اعلان هم کړی دی، چې هغه کسان چې غواړي د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي، نو غوښتنې ورلېږلی شي. اوس تازه خبر دا دی، چې د پاکستان …
بشپړ متن »پاکستانی کرکټر محمد رضوان تورخم ته تللی او افغانانو سره یې د مرستې غږ کړی
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پښتون لوبغاړی محمد رضوان تېره ورځ تورخم ته تللی دی او هلته یې په خلکو غږ کړی دی چې له افغانانو سره دې مرستې وکړي، دوی مرستې ته اړتیا لري. نوموړي همدا راز تورخم ته د تګ ځینې عکسونه هم په ټویټر کې خپاره کړي …
بشپړ متن »پاکستان ټوله افغان لوبډله په ۵۲ منډو وسوځوله
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله ډېره کمزورې ثابته شوه او هېڅ توپوهونکی په دې ونه توانېده چې ویکټه وساتلی شي او ټوله لوبډله په ۵۲ منډو وسوځېدله. د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسیايي جام په لړ کې نن افغانستان له پاکستان سره لومړۍ لوبه …
بشپړ متن »سبا افغانستان له پاکستان سره مخ کېږي
د کرکټ اسیايي شورا له خوا سبا د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسیا جام ترسره کېږي، چې سبا به افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې سره مخامخ شي. پن اسیا جام کې د افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، هند، بنګله دېش، نېپال، کویټ او سریلانکا ۱۹ …
بشپړ متن »محمد رضوان د محمد شهزاد ریکارډ مات کړ
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي او ویکټ ساتونکي پښتون محمد رضوان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ویکټ ساتونکي او توپوهونکي محمد شهزاد ریکارډ مات کړ او نوی ریکارډ یې په خپل نوم کړ. د افغانستان محمد شهزاد د ویکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه له ۲۰۱۶ کال …
بشپړ متن »