کورپاڼه / افغانستان

افغانستان

اسحاق ګېلاني: ډاکټر نجيب مې مريد و او پښې به يې راته چاپي کولې

اسحاق ګېلاني او ډاکټر نجيب

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): پير سيد اسحاق ګېلاني په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې د افغانستان پخوانى ولسمشر ډاکټر نجيب د ده مريد و او د هغه پښې به يې چاپي کولې. اسحاق ګېلاني چې د يو ټلويزيون په (کاکتوس) خپرونه کې مېلمه وه، ځينې پارونکې …

بشپړ متن »

ولسمشر غني د پاکستان پوځ له مشر سره خبرې کړي

اشرف غني او قمر جاوېد باجوه

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): ولسمشر اشرف غني د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په روان وضعيت باندې ټيليفوني خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ولسمشر غني او د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر …

بشپړ متن »

د کابل برېښنا په بغلان کې قطع شوې، ژر به جوړه شي

برېښنا

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د کابل او يو شمېر نورو ولايتونو برېښنا چې له ازبکستان څخه راتلله، د بغلان په ولايت کې قطع شوې ده، چې ويل کېږي کار پرې روان دى او ژر به بېرته جوړه شي. د برېښنا شرکت د معلوماتو تر مخه، بېګاه د شپې ناوخته …

بشپړ متن »

کورونا ويروس؛ نړيوال بانک له افغانستان سره تر سل ميليونه ډېره مرسته کوي

نړيوال بانک

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس د پراخېدو له امله نړيوال بانک له يو شمېر هېوادونو سره مرسته اعلان کړې ده، چې په دې لړ کې له افغانستان سره هم ١٠٤ ميليونه ډالره مرسته کوي. د نړيوال بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه …

بشپړ متن »

خوست کې د اوړو فابريکه پرانيستل شوه، د ورځې ١٦ ټنه اوړه توليدوي

حليم فدايي ١

خپلواک وېبپاڼه (٢ اپريل ٢٠٢٠): په خوست کې نن د اوړو يوه فابريکه يا ميل پرانيستل شوې ده، چې ويل کېږي د ورځې ١٦ ټنه اوړه توليدوي او دا فابريکه يوه خوستي سوداګر جوړه کړې ده. دغه فابريکه د خوست والي محمد حليم فدايي پرانيستې ده. هغه وايي چې په …

بشپړ متن »

حکومت د کرنټين پر مهال له بې وزلو کورنيو سره مرستې کوي

ولسمشر غني

خپلواک وېبپاڼه (٢ اپريل ٢٠٢٠): حکومت په هغه ولايتونو کې چې د کورونا ويروس په خاطر کرنټين شوي دي، له بې وزلو او اړمنو کورنيو سره مرستې کوي. د معلوماتو تر مخه، افغان حکومت د کورونا ويروس د خپرېدو مخنيوي په موخه په کرنټين شويو ولايتونو کې له خلکو سره …

بشپړ متن »

ازبکستان: د خوراکي او روغتيايي توکو صادرات به افغانستان ته روان وي

خوراکي توکي

خپلواک وېبپاڼه (٢ اپريل ٢٠٢٠): د ازبکستان هېواد چارواکي وايي، چې له افغانستان سره به يې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې همکاري روانه وي. په ازبکستان کې افغان سفير احمد خالد علمي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، ،چې نن به د حېرتان بندر له لارې …

بشپړ متن »

کورونا ويروس؛ له چين څخه د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېدله

چينايي مرستې

خپلواک وېبپاڼه (٢ اپريل ٢٠٢٠): د کورونا ويروس د مخنيوي په پار له چين هېواد څخه د چينايي مرستو لومړۍ جوپه نن کابل ته راورسېدله. د راپورونو په وېنا، په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو په خپل يو پېغام کې ويلي دي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي …

بشپړ متن »

کابل کې ٢ او هرات کې ٤١، هېواد کې مثبتې پېښې ٢٣٩ شوې

کورونا ويروس

خپلواک وېبپاڼه (٢ اپريل ٢٠٢٠): په هرات ولايت کې د ٤١ او په پلازمېنه کابل کې د ٢ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو سره په افغانستان کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ٢٣٩ ته رسېدلى دى. د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په …

بشپړ متن »

عدنان سميع افغانانو ته: زه تاسو ټولو سره مينه لرم

عدنان سميع

خپلواک وېبپاڼه (١ اپريل ٢٠٢٠): نامتو هنرمند عدنان سميع، چې په هند کې ژوند کوي په پښتو ژبه په يوه ټويټ کې ويلي دي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شئ، زه تاسو ټولو سره مينه لرم. عدنان سميع چې په برېتانيا کې زېږېدلى او په بريتانيا او پاکستان کې …

بشپړ متن »