خپلواک وېبپاڼه چې د کرکټ، هنر، روغتيا، ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې فعاليت کوي، يو له هغه وېبپاڼو څخه دى چې په افغانستان او د نړۍ په هر هغه ګوټ کې چې پښتانه پکې ژوند کوي، تر ډېره پورې لوستل کېږي.
زموږ هڅه او کوشش دا دى، چې په نړۍ کې له نوو پرمختګونو او په کوم ځاى کې څه پېښېږي، له هغې په وخت خپل خلک خبر کړو.
خپلواک وېبپاڼه په هيچا پورې نه ده تړلې، يوه ازاده انلاين رسنۍ ده، چې په يادو شوو برخو کې فعاليت کوي او موخه يې دا ده، چې هېوادوال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په يادو برخو کې له هر فعاليت په وخت خبر کړي.
د خپلواک چلوونکى ټيم:
خپلواک وېبپاڼه د څو ځوانانو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې هدف او موخه د کرکټ، هنر، روغتيا، ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د هېوادوالو خبرول دي او دوى ته چټک او تازه معلومات وررسول دي.